د اووه حکومتي ادارو د لوړ رتبه بستونو لپاره ۹۰ تنو داوطلبانو د کمېسیون د ازموینو په مرکز کې په تحریري او تقریري ازموینه کې ګډون وکړ.
په تحریري او تقریري ازموینو کې لاندې بستونه شامل وو:
- د نیمروز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست؛
- د کرنې او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو ریاست؛
- د هرات ولایت د پلټنې عالي ادارې د ساحوي تفتیش ریاست؛
- د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کوچنۍ او منځنۍ کچې تشبثاتو د چارو د پراختیا ریاست؛
- په کاپیسا ولایت د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د سکتوري خدمتونو ریاست؛
- د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې حقوقي سلاکار او د معلوماتي سیستمونو د پراختیا او انسجام ریاست؛
- د حج اوقافو وزارت د انسجام او پالیسي ریاست؛
- د حج اوقافو وزارت د عمرې او زیارت ریاست؛
- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د څارنې او ارزونې ریاست؛
- او د پنجشیر، جوزجان، پروان، لوګر او زابل ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونه.
ازموینې د کمېسیون د تعییناتو د بورډ د کمېشنرانو او د اړوند ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې واخیستل شوې.