د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

 

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد، د پوهنې وزارت دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سر لیک د بست د کوډ شمېره
۱ د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست ۰۰۱۱

 

د بست ځانګړنې:

د بست عنوان:                              د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

بســـــت:                                    دویم

د بست شمېر:                              (۱)

وزارت/اداره:                                 د پوهنې وزارت

اړونده څانګه:                               د وزارت مقام

د بست ځای :                              کابل

راپور ورکول :                                د پوهنې وزیر ته

راپور اخیستل:                             لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د معاش اندازه:                             د بست اصل معاش + د بدلون پروژې امتیاز سره لومړي ګام څخه ۱۰۹،۶۰۰٫۰۰ افغانی تر پنځم ګانه پورې ۱۶۴،۴۸۹ افغانی ( د بدلون پروژې امتیازورکولو لارښوود سره سم)

تاریـخ نشر و ختم اعلان:               ۲۳/۱۰/۱۳۹۸ الی ۰۳/۱۱/۱۳۹۸

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د بدلون پروژه:

د بدلون پروژه د افغانستان د سولي او ملي پراختیا کاري چوکاټ ته مستقیماً ځواب ویونکې ده. د پراختیایي لومړیتوب په شمول د عامه ادارې ګټور او ځواب ویونکي سیستم جوړونې او همدا راز د ملکي خدمتونو د تخصصي کېدو، ساتنې او ودې په موخه کار کوي.

د بدلون پروژې کلي هدف؛ د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د وړتیا په اساس د کلیدي بستونو د ګمارنې له لارې د وزارتونو او ادارو د ظرفیتونو ودې، د کارکوونکو د مدیریت ښه والي او په ښه توګه د بشري سرچینو پلان جوړونې ځخه عبارت دی.

د بدلون پروژه د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستندویه وجهي صندوق(ARTF) او د نړیوال پراختیایي ټولنې(IDA) د نړیوال بانک ګروپ له لوري تمویلېږي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب پلي کوي.

 

د پوهنې وزارت په اړه:

د پوهنې وزارت یو غیر سیاسي بنسټ دی چې د هیواد بچیو ته د سالمې ښوونې او رزونې په موخه رامنځ ته شوی دی. د بې سوادۍ له منځه وړل، د ښوونځیو، د ښوونکو روزنې موسسو، دارالعلومونو، دیني مدرسو او سواد زده کړو کورسونو اړونده؛ ښوونکو، استادانو او مدرسینو وده او ظرفیت لوړول د پوهنې وزارت له لویو موخو څخه حسابېږي چې د اساسي او ټولګټو خدمتونو په وړاندې کولو سره د اساسي قانون، د پوهنې قانون، د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون، لایحو، مقرراتو او د پوهنې وزارت ستراتیژیک پلان په پام کې نیولو سره د دې موخو پلې کول چې په پنځو برنامو کې( ۱. عمومي زده کړې ۲. اسلامي زده کړې ۳. ښوونیز نصاب او د ښوونکو روزنه ۴. د سواد زده کړې ۵. د پوهنې ادارې برنامه) تدوین شوي، ترسره کېږي.

دا وزارت د هیواد د بچیو د ښوونې او روزنې د اصلي بستر په توګه د دې خاورې د وګړو د ژوند ښه والي لپاره هڅې او کوښښونه کوي. د مرکزي او ولایتي ریاستونو له لارې د هیواد په ټولو سیمو کې په پراخه توګه خدمتونه وړاندې کوي چې د ګران هیواد ټول وګړي ترې برخمن دي.

 

 

د دندې موخه:

د مطبوعاتو، خپرونو او عامه پوهاوي اړونده چارو څخه مدیریت او څارنه؛ د چاپي، سمعي او بصري رسنیو له لارې د پوهنې وزارت د ټولو فعالیتونو او لاس ته راوړنو انعکاس.

د بست تخصصي دندې:

 

  1. د پوهنې وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ښه انعکاس په موخه د اړیکو، خپرونو، مطبوعاتي او عامه پوهاوي ستراتیژوو او پالیسیو طرح او پراختیا
  2. له رسنیو، ملاتړ کوونکو او ولایتي همکارانو سره د همغږۍ منظمه تګلاره جوړه او ترتیبول
  3. د ادارې په کچه د فعالیتونو د انعکاس او د عامه پوهاوي په موخه د مطبوعاتي غونډو او محفلونو جوړول
  4. د پوهنې وزارت د کاري اړیکو ټینګولو په موخه د مسلکي کاري ټیم جوړول او د چاپي، سمعي او بصري رسنیو له لارې د دې وزارت فعالیتونو ته انعکاس ورکول
  5. د پوهنې وزارت له لاسته راوړنو او فعالیتونه د عامه پوهاوي په موخه د کنفرانسونو، سېمینارونو، ورکشاپونو او د وزارت رهبري د ځانګړو مرکو له ترتیب او تنظیم څخه مدیریت او څارنه
  6. رسنیو ته ځواب ویل، د پوهنې وزارت د فعالیتونو اړونده خبرونو څخه مدیریت او څارنه او وړاندې له دې چې موضوعات په رسنیو کې خپاره شي د وزارت له موخو او پالیسیو سره یې د تطابق او کره توب ډاډ ترلاسه کول
  7. د وزارت او ملاتړو بنسټونو د قوانینو، کړنلارو، پالیسیو، برنامو او پلانونو څخه د خبراوي په موخه د پوهنې وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو لپاره د ویب سایټ موضوعګانو له پیاوړتیا او پراختیا څخه ډاډ ترلاسه کول
  8. د خپرونو د سم او په وخت سره انعکاس په موخه د چاپ او نشر، اونیزې، مجلې او ټولنیزو شبکو له مطبعووعاتي فعالیتونو څخه مدیریت او څارنه
  9. د پوهنې وزارت اړوند د رئیسانو، کمېسیونونو او د خپرونو د لیکوالي هئیت په غونډو کې ګډون کول
  10. د چارو د ښې هغږۍ او همکارۍ په موخه له اړونده کورنیو او بهرنیو څانګو سره اړیکې ټینګول
  11. د پوهنې وزارت له ادرسه د ټولو انځوریزو او غږیزو اسنادونو او صادر شویو چاپی اعلامیو د ثبت او ساتنې لپاره یو منظم خونديځ سیستم رامنځ ته کول

 

د بست مدیریتي او اجرائیوي دندې:

  1. د پوهنې وزارت د اهدافو ترلاسه کولو په موخه له عمومي پلان سره سم د اړونده ریاست میاشتنی، دری میاشتنی او کلنی پلان ترتیب او جوړول
  2. د ریاست د کلني کاري پلان په اساس د بودجوي اړتیاوو پېژندنه او وړاندیز
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي د موخو او برنامو ترسره کول
  4. مالوماتو ته د لاس رسي قانون او اړونده ادارې د پالیسيو په پام کې نیولو سره د دولتي ادارو د ننه، مدني ټولنو، رسنیو او د هیواد وګړو ته د مالوماتو وړاندې کول او مشري
  5. په اړونده کاري ساحه کې د اداري اجرااتو د قانون، د ښځو او ماشومانو د ځورونې منعې قانون او د چلند لارې مقررې په پام کې نیول او له پلي کولو څخه یې ډاډ ترلاسه کول
  6. اړینو موخو ته د لاس رسي په موخه د اړونده کاري اجرااتو حساب ورکونه او رڼوالی
  7. د ګټورو او په وخت سره د اجرااتو په موخه د اړونده کارکوونکو مشري او مدیریت
  8. د کړنو ښه والي انګېزه، د کار مؤثریت، د ښوونیزو اړتیاوو ټاکل او د ظرفیت لوړونې په موخه د کارکوونکو د کړونو ارزونه
  9. د ورکشاپونو، سېمینارونو، مشورو او زده کړو له لارې اړونده کارکوونکو ته د وړتیاوو انتقال او پراختیا
  10. د اړوندې څانګې له لاس ته راوړنو او فعالیتونو څخه مشرتابه ته میاشتنی، دری میاشتنی او کلنی کاري راپور وړاندې کول
  11. د ټولو دندو اجراء کول چې د لوړو مقاماتو له لورې د قوانینو، مقررو او اهدافو سره سم سپارل کېږي

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د ګمارنې شرطونه (د زده کړو کچه او کاري تجربه:

دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ۸،۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لیږ تر لیږه په لاندې معیارونو او شرطونو ترتیب شوې ده:

  1. لیږ تر لیږه د لیسانس په کچه د زده کړو سند په لاندې رښتو کې ولري: د ژورنالیزم، اړیکو، ادبیات، عامه اړیکو، عامه اداره، اداره او سوداګري، اقتصاد، عامه پالیسي، عمومي مدیریت، حقوق او ټولنه پېژندنه (جامعه شناسي) او په دې رښتو کې لوړې کچې ته لومړیتوب ورکول کېږي
  2. اړونده کاري تجربه په (مشابه مدیریتي او د اړیکو، عامه پوهاوي، مطبوعات، ژورنالیزم، عامه اړیکو او اطلاعاتو تخصصي برخو کې او یا د بست د دندو د مسئولیتونو او لیکل شویو موخو سره سم) وي چې د لیسانس لپاره دری کلنه، ماسټر لپاره دوه کلنه او د دکتورا لپاره یو کلنه
  3. د هیواد پر یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې بشپړ تسلط
  4. د دندې اړونده د کمپیوټري برنامو وړتیاوې

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود