د بامیان او سرپل ولایتونو د ښوونکو او ۵ او ۶ بستونو ډله ییزې ازموینې په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ مشخص شو

د بامیان او سرپل ولایتونو د ښوونکو او ۵ او ۶ بستونو غوښتونکو ته اعلامېږي چې دغو بستونو لپاره په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ اوس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ویبپاڼه کې خپور شوی.

په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ له دغه ځایه ترلاسه کړئ: بامیان او  سرپل.

ازموینه کې په شرایطو برابر نوماندان د ټیلیفون له لارې هم پیغام ( SMS ) ترلاسه کوي.

د بامیان ولایت بستونو د شارت لېست پروسې شکایت کوونکي کولای شي د پنجشنبې او شنبې په ورځو د (لړم ۲۲ او ۲۴) نیټه او د سرپل ولایت بستونو د شارت لېست پروسې شکایت کوونکي دې د پنجشنبې او جمعې په ورځو (لړم ۲۲ او ۲۳) په خپلو اړوندو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ریاستونو/ امریتونو کې خپل شکایت ثبت کړي.

د پاتې ولایتونو د شارټ لیست پروسه وروسته اعلانېږي.