د بدني روزنې او ښوونځیو صحت ریاست

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد، د پوهنې وزارت دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سر لیک د بست د کوډ شمېره
۱ د بدني روزنې او ښوونځیو صحت ریاست ۰۰۱۳

 

د بست ځانګړنې:

د بست عنوان:                              د بدني روزنې او ښوونځیو صحت ریاست

بســـــت:                                  دویم

د بست شمېر:                               (۱)

وزارت/اداره:                               د پوهنې وزارت

اړونده څانګه:                               د عمومي زده کړو معینیت

د بست ځای :                               کابل

راپور ورکول :                            د عمومي زده کړو مرستیال

راپور اخیستل:                             لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د معاش اندازه:                             د بست اصل معاش + د بدلون پروژې امتیاز سره لومړي ګام څخه ۱۰۹،۶۰۰٫۰۰ افغانی تر پنځم ګانه پورې ۱۶۴،۴۸۹ افغانی ( د بدلون پروژې امتیازورکولو لارښوود سره سم)

تاریـخ نشر و ختم اعلان:               ۲۳/۱۰/۱۳۹۸ الی ۰۳/۱۱/۱۳۹۸

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د بدلون پروژه:

د بدلون پروژه د افغانستان د سولي او ملي پراختیا کاري چوکاټ ته مستقیماً ځواب ویونکې ده. د پراختیایي لومړیتوب په شمول د عامه ادارې ګټور او ځواب ویونکي سیستم جوړونې او همدا راز د ملکي خدمتونو د تخصصي کېدو، ساتنې او ودې په موخه کار کوي.

د بدلون پروژې کلي هدف؛ د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د وړتیا په اساس د کلیدي بستونو د ګمارنې له لارې د وزارتونو او ادارو د ظرفیتونو ودې، د کارکوونکو د مدیریت ښه والي او په ښه توګه د بشري سرچینو پلان جوړونې ځخه عبارت دی.

د بدلون پروژه د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستندویه وجهي صندوق(ARTF) او د نړیوال پراختیایي ټولنې(IDA) د نړیوال بانک ګروپ له لوري تمویلېږي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب پلي کوي.

 

د پوهنې وزارت په اړه:

د پوهنې وزارت یو غیر سیاسي بنسټ دی چې د هیواد بچیو ته د سالمې ښوونې او رزونې په موخه رامنځ ته شوی دی. د بې سوادۍ له منځه وړل، د ښوونځیو، د ښوونکو روزنې موسسو، دارالعلومونو، دیني مدرسو او سواد زده کړو کورسونو اړونده؛ ښوونکو، استادانو او مدرسینو وده او ظرفیت لوړول د پوهنې وزارت له لویو موخو څخه حسابېږي چې د اساسي او ټولګټو خدمتونو په وړاندې کولو سره د اساسي قانون، د پوهنې قانون، د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون، لایحو، مقرراتو او د پوهنې وزارت ستراتیژیک پلان په پام کې نیولو سره د دې موخو پلې کول چې په پنځو برنامو کې( ۱. عمومي زده کړې ۲. اسلامي زده کړې ۳. ښوونیز نصاب او د ښوونکو روزنه ۴. د سواد زده کړې ۵. د پوهنې ادارې برنامه) تدوین شوي، ترسره کېږي.

دا وزارت د هیواد د بچیو د ښوونې او روزنې د اصلي بستر په توګه د دې خاورې د وګړو د ژوند ښه والي لپاره هڅې او کوښښونه کوي. د مرکزي او ولایتي ریاستونو له لارې د هیواد په ټولو سیمو کې په پراخه توګه خدمتونه وړاندې کوي چې د ګران هیواد ټول وګړي ترې برخمن دي.

 

د دندې موخه:

په هیواد کې د ښوونځیو صحت او بدني روزنې د چارو ښه والي په موخه د بدني روزنې د پالیسیو، مقررو او روغتیایي کړنلارو د طرحې او پلي کولو چارو څخه مدیریت، تنظیم او څارنه.

 

د بست تخصصي دندې:

  1. د پوهنې وزارت کارکوونکو او زده کوونکو د روغتیا ساتنی په موخه د بدني روزنې د روغتیایي پالیسیو، کړنلارو او لارښودونو طرح او پراختیا
  2. په ښوونځیو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او سپورټي چارو د تنظیم په موخه د بدني روزنې د روغتیا په برخه کې د پالیسیو، کړنلارو او لارښودونو له پلي کولو څخه مدیریت او څارنه
  3. د پوهنې په برخه کې د سپورټ همګام کولو، روغتیایي زده کړو، روغتیایي او سپورټي کلپونو رامنځ ته کولو په موخه د ملي المپیک کمېټې، د بدني روزنې عمومي ریاست، عامې روغتیا وزارت او نورو اړونده ادارو سره د اړیکو ټینګول
  4. د هیواد د ښوونځیو په کچه د روغتیا او بدني روزنې په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو څارنه او ارزونه
  5. د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او زده کونو د پوهاوي په مووخه د روغتیایي روزنیزو سېمنیارونو او کورسونو له جوړېدو څخه ډاډ ترلاسه کول
  6. د سپورټ په برخه کې د پوهنې وزارت د زده کوونکو د جذب په موخه د برنامو جوړولو مدیریت او څارنه او د سپورټي سیالیو په لاره اچول
  7. د ښوونځیو زده کوونکو د سپورټي تورنمنټونو او سیالیو له تدویر څخه څارنه او ډاډ ترلاسه کول او د هغوی د غوره څېرو پېژندنه او هڅونه
  8. په ټول هیواد کې د پوهنې زده کوونکو لپاره د سپورټي ځایونو، وسایلو او سامانونو له برابرولو(تهیه او تدارک) څخه ډاډ ترلاسه کول
  9. د مالي او تخنیکي مرستو د جذب په موخه د سپورټي ځایونو جوړونې، پراخیتا او د روغتیایي سیستم پیاوړتیا په برخه کې د پروژو او برنامو طرحه او د پوهنې وزارت له ټولو ادارو او ملاتړو بنسټونو سره د اړیکو ټینګول

 

د بست اجرائیوي او مدیریتي دندې:

  1. د پوهنې وزارت د اهدافو ترلاسه کولو په موخه له عمومي پلان سره سم د اړونده ریاست میاشتنی، دری میاشتنی او کلنی پلان ترتیب او جوړول
  2. د ریاست د کلني کاري پلان په اساس د بودجوي اړتیاوو پېژندنه او وړاندیز
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي د موخو او برنامو ترسره کول
  4. مالوماتو ته د لاس رسي قانون او اړونده ادارې د پالیسيو په پام کې نیولو سره د دولتي ادارو د ننه، مدني ټولنو، رسنیو او د هیواد وګړو ته د مالوماتو وړاندې کول او مشري
  5. په اړونده کاري ساحه کې د اداري اجرااتو د قانون، د ښځو او ماشومانو د ځورونې منعې قانون او د چلند لارې مقررې په پام کې نیول او له پلي کولو څخه یې ډاډ ترلاسه کول
  6. اړینو موخو ته د لاس رسي په موخه د اړونده کاري اجرااتو حساب ورکونه او رڼوالی
  7. د ګټورو او په وخت سره د اجرااتو په موخه د اړونده کارکوونکو مشري او مدیریت
  8. د کړنو ښه والي انګېزه، د کار مؤثریت، د ښوونیزو اړتیاوو ټاکل او د ظرفیت لوړونې په موخه د کارکوونکو د کړونو ارزونه
  9. د ورکشاپونو، سېمینارونو، مشورو او زده کړو له لارې اړونده کارکوونکو ته د وړتیاوو انتقال او پراختیا
  10. د اړوندې څانګې له لاس ته راوړنو او فعالیتونو څخه مشرتابه ته میاشتنی، دری میاشتنی او کلنی کاري راپور وړاندې کول
  11. د ټولو دندو اجراء کول چې د لوړو مقاماتو له لورې د قوانینو، مقررو او اهدافو سره سم سپارل کېږي

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د ګمارنې شرطونه (د زده کړو کچه او کاري تجربه:

دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ۸،۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لیږ تر لیږه په لاندې معیارونو او شرطونو ترتیب شوې ده:

  1. لیږ تر لیږه د لیسانس په کچه د زده کړو سند په لاندې رښتو کې ولري: معالجوي طب، ارواپوهنې او روزنیز علوم، بدني روزنه، د عامه روغتیا مدیریت، ښوونه او روزنه، عامه ادار، حقوق، عامه پالیسي او په دې رښتو کې لوړې کچې ته لومړیتوب ورکول کېږي
  2. اړونده کاري تجربه په (مشابه مدیریتي او د روغتیايي زده کړو، ادارې او سپورټې چارو تخصصي برخو کې او یا د بست د دندو د مسئولیتونو او لیکل شویو موخو سره سم) وي چې د لیسانس لپاره دری کلنه، ماسټر لپاره دوه کلنه او د دکتورا لپاره یو کلنه
  3. د هیواد پر یوې رسمې ژبې (پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې بشپړ تسلط
  4. د دندې اړونده د کمپیوټري برنامو وړتیاوې

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود