د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب و معاش سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.
د غوښتنې پر مهال د یاد بست شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.
|
مشخصات بست:
د دندې سرلیک: د بريښنايي اجناسو متعمد
بســــت: ۷
وزارت/اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون
د بست ځای: کابل
د بست شمېر: (۱)
اړونده څانګه: د اداري او خدمتونو ریاست – د دارالانشـاء لوی ریاست
راپور ورکول : د تحویلخوني مامور
راپور اخیستل: نلری
تاریخ نشروختم اعلان: ۰۲/۱۲/۱۳۹۹ الی ۱۲/۱۲/۱۳۹۹
د دندې موخه : په تحویلخونو کې د بریښنايي تجهیزاتو او د نقلیه وسایطو شته روغنیاتو. پرزه جاتو خوندي ساتل او د لایحې او اصولي سند له مخې یې توزیع کول؛
د دندې واکونه او مسولیتونه:
تخصصي دندې:
- د آمریت پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
- د تسلیمیدو په وخت کې د پېرېدل شویو ځانګړنو سره سم، د واصله بریښنايي تجهیزاتو، روغنیاتو، پرزه جاتو چک او کنټرولول؛
- د پېرېدلو له ځانګړنو سره سم، د واصله بریښنايي تجهزیزاتو، روغنیاتو او پرزه جاتو تسلیمېدل؛
- په ډیپو کې دننه د الکترونیکۍ تجهیزاتو، روغنیاتو او پرزه جاتو په سمه توګه خوندي ساتل؛
- د بریښنايي تجهیزاتو، روغنیاتو او پرزه جاتو له تسلیمېدو وروسته د (م ۷) فورم لاسلیکول؛
- له ډیپو څخه د (ف س ۵) فورم او د اصل ذمت له مخې د بریښنايي تجهیزاتو، روغنیاتو او پرزه چاتو ویشل؛
- اخیستونکي څخه په (ف س ۵) فورم کې د شامل بریښنايي تجهیزاتو، روغنیاتو او پرزه جاتو تسلیمي ترلاسه کول؛
- د اجناسو د میزان سنجولو په موخه، د سرجنس کارت ترتیبول؛
- د اجناسو د محاسبې په دفتر کې د ذخېرې د ثبت په کارت کې د (م ۷) او (ف س ۵) محتویاتو د ثبت تعقیبول؛
- د معاینه کولو هیئات پر وړاندې د ډیپو خلاصول، مهر او لاک کول؛
- له ډیپو څخه د الکترونبکي اجناسو توزیع او تسلیميدو په وخت کې، له پوره پام څخه کاراخیستل؛
- د بریښنايي اجناسو، داغمه پرزه جاتو تسلیمېدل او د لیلام تر پروسې پورې، په ډیپو کې خوندي ساتل؛
مدیریتي دندې :
- واک لرونکو چارواکو او مستقیم آمر ته د خبرتیا ورکولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه، میاشتني، درې میاشتني، کلني، او د اړتیا پر وخت راپورونو وړاندې کول؛
- د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم، د ټولو اړوندو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو چارواکو له خوا سپارل کېږي؛
د همغږۍ دندې:
- د سپارل شویو چارو ترسره کولو لپاره، د اړوندو ادارو له څانګو سره د کاری همغږۍ او اړیکو ټینګول؛
————————————————————————————————————-
د ګومارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):
د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.
- تحصيلي رشته: لږ تر لږه د لیکلو او لوستلو وړتیا ولري، او د قوق بکلوریا یا تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي؛
- کاري تجربه: کاري تجربې ته اړتیا نشته ده؛
- اړین مهارتونه: د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) برلاسی واوسي او د سپارل شویو چارو ترسره کولو لپاره فزیکې ځواک ولري؛
یادونه: د متعمدینو د تضمین مقررې له احکامو سره سم، د غیر منقول اموالو تضمین وړاندې کول؛