د برېښنایي ازموینې سیسټم کارپوه

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د تغییر پروژه سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د برېښنایي ازموینې سیسټم کارپوه HR-025

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                د برېښنایي ازموینې سیسټم کارپوه

بســــت:                       دریم

وزارت/اداره:                      د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                    کابل

د بست شمېر:                  (۱)

اړونده څانګه:                 د آزموینې منځپانګې د څېړنې اوتدوین ریاست

راپور ورکول  :                   د آزموینې منځپانګې د څېړنې اوتدوین رئیس

راپور اخیستل:                   تر لاس لاندې کارکوونکي  (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

تاریخ نشروختم اعلان:          ۰۶/۰۸/۱۳۹۹ الی ۱۸/۰۸/۱۳۹۹

 

 د تغیر پروژه

د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.

د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي بست  لپاره د کال په پیل کې ، کلیدي دندې  (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ  سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره  د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک  نوی کېږي.

 

داداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمیسیون:

د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې  -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷-  فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.

د دندې موخه:

 

د ملکي خدمتونو ادارو کې د شفاف، ګړندي، او کیفیت لرونکې ګمارنې میکانیزم رامنځته کولو په موخه د بریښنايی آزموینې رامنځته کول، آسانه کول او وده ورکول.

 

د بست تخصصي دندې :

  1. د بریښنايي آزموینې دایرولو په موخه په سیستم کې د ملکي خدماتو بستونود آزموینې فورمول ثبتول.
  2. د آزموینې (user) کاربر رامنځته کولو په موخه له اړونده مراجعو څخه د شرایط وړ نوماندانو شهرت تر لاسه کول.
  3. په بریښنايي آزموینه کې نوماندانو سره مرسته کول، تخنیکي لارښوونه ورکول، او د تخنیکي ستونزو رفع کول.
  4. د بريښنايي آزموینې اخیستو په جریان کې ډاډ ترلاسه کول چې سیستم او ماحول د آزموینې لپاره چمتو دی.
  5. د آزموینه په جریان کې د بهرنۍ او داخلي لاسوهنې او ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوي لپاره د څارونکو فعالیتونو تنظیمول، اود سیستم کنټرولول.
  6. د اعنبار تائیدولو په موخه، د ملکي خدمتونو بستونو نوماندانو د بريښنايي آزموینې د پايلو تائیدول،
  7. د داخلي شبکې فعاله ساتلو لپاره، د بریښنايي آزموینې هارډویر او سافټ ویر سیستم خوندی ساتنې څخه ډاډ ترلاسه کول .
  8. د اړوندو لارښوونو او پالیسیو سره سم، د بریښنايي آزموینې سیستم د منځپانکې، محرمیت او ساتلو څخه ډاډ ترلاسه کول.
  9. د مالوماتي تکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، وخت سره سم ، د بریښنايي آزموینې سیستم کې د ستونزو رفع کول.
  10. د هیواد په کچه د نوي سیستم پلي کولو په موخه ، د مالوماتي تکنالوژۍ ریاست په همکارۍ سره د بریښنايي آزموینې سیستم ته وده ورکول.

د بست مدیریتي دندې:

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. د ادارې مشرتابه د خبرونې لپاره، د اړونده څانکې فعالیتونو او لاسته راوړنو درې میاشتني، کلني، او عین ضرورت راپورونو چمتو کول او د ادارې مشرتابه ته وړاندې کول.
  3. د قوانینو.مقرراتو او ادارې موخو سره سم، د هغو ټولو دندو تر سره کول چې د صلاحیت لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کیږي.

د بست د همغږۍ دندې :

 

  1. په وخت سره مرکز او ولایتونو کې د بریښنايي آزموینې دایرولو په موخه، ټولو اړوندو برخو سره همغږي کول.

………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده:

 

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: کمپیوتر ساینس، د مالوماتي تکنالوژۍ مدیریت، مالوماتي تکنالوژي، کمپیوتر اپلیکیشن (BCA) او تر دې په لوړو کچه د زده کړو تحصیلي اسناد لرونکو ته لومړیتوب ورکول کبږي.
  2. لږ تر لږه د دندې اړوند دوه کاله کاري مخینه ولري:

اړین مهارتونه :

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسۍ ( پښتو یا دري) او انګلیسي.
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

هڅونې :

  1. د دریم او څلوم بستونو معلول نوماندانو لپاره، (۵) امتیازي نمرې د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي په هغه صورت کې چې د نوماند معلولیت په دنده کې د خڼډ سبب ونه ګرځي
  2. ښخینه نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نمرې د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود