د بشري سرچینو د مدیریت د کدري چارو آمریت

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د بشري سرچینو د مدیریت د کدري چارو آمریت HR-021

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                 د بشري سرچینو د مدیریت د کدري چارو آمریت

بســــت:                           دریم

وزارت/اداره:                      د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                    کابل

د بست شمېر:                  (۱)

اړونده څانګه:                    د بشري سرچینو مدیریت د پراختیا ریاست

راپور ورکول  :                     د بشري سرچینو مدیریت د پراختیا رئیس

راپور اخیستل:                    لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

تاریخ نشروختم اعلان:          ۰۵/۰۷/۱۳۹۹ الی ۱۵/۰۷/۱۳۹۹

 

د دندې موخه: د کدري سیستم  تنظیمولو او د بشري سرچینو واحدونو، وزارتونو، اداراتو مسلکي کولو او پیاوړي کولو په موخه، د بشري سرچینو کدري سیستم تنظیمولو مدیریت کول؛

………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې واکونه او مسولیتونه :

تخصصي دندې:

 

  1. د بشري سرچینو کدر مدیریت موثریت او مثمریت تامینولو په موخه، د بشري سرچینو کادري سیستم بریښنايي طرحې رامنځته کول؛
  2. د بشري سرچینو کدری مدیریت کې شامل: د ګمارنې، دوراني تبدیلۍ، ترفیع او د مامورینو تقاعد تامینولو لپاره، د ملکي خدمتونو ټولو کارکونکو ته بشپړ او کره پلان جوړول؛
  3. د بشري سرچینو کدری سیستم پراختیا او مدیریت کولو په موخه، د لارښودونو او نورو تقنیني اسنادو ترتیبولو کې مرسته کول؛
  4. د وړتیا پر بنسټ د بشري سرچینو د چارو تنظیمولو په موخه، د بشري سرچینو کدر مدیریت چوکاټ طرحه کول؛
  5. د بشري سرچینو کدرته د بشري سرچینو د اداراتو برحال مامورینو لېږدولو لپاره، د پلي کولو پلان ترتیبول؛
  6. د ټولې نړۍ کدر سیستم په هکله څېړنې او د بشري سرچینوکدرد ودې او پیاوړتیا په برخه کې، د مسلکي مشورو وړاندې کول.
  7. د بشري سرچینو کدرمدیریت د پروګرامونو او موخو پلي کول.

مدیریتي دندې:

  1. د ریاست عمومي پلان سره سم، د اړوندې ادارې ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. د ټاکل شویو موخو ترسره کولو څخه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره، د هیواد نافذه تقنیني سندونو سره سم، د کدرله سیستم څخه څارنه کول؛
  3. په اغیزمنه توګه د بشري سرچینو کدر پروګرامونو پلي کولو لپاره، د بشري سرچینو ریاستونو د مالوماتو د کچې لوړولو په موخه، د خبرتیا ورکولو پروګرامونو سازمانول او تنظیمول.
  4. د بشري سرچینو کدر مدیریت پروګرامونو د طرحې پلي کولو په موخه، د بشري سرچینو ریاستونو، وزارتونو، اداراتو او تخصصي ملاتړ، تخنیکي او مسلکي وړتیاوو پراختیا څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  5. د وظیفوي چارو انسجام او پروګرامونو له تحقق څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکومشري او مدیریت کول؛
  6. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول؛
  7. مقاماتو ته د خبرتیا ورکولو په موخه، د اړونده لاسته راوړنو څخه، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول؛
  8. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو ترسرکول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې :

  1. په وخت سره د اجراآتو او فعالیتونو تر سره کولو څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، د بشري سرچینو واحدونو، وزارتونو او ادراتو سره همغږي رامنځته کول.
  2. د غوره پایلو ترلاسه کولو لپاره، د بشري سرچینو کدر کارپوهانو تر منځ مشارکت ته پراختیا ورکول؛

 

——————————————————————————————————————-

 

د ګومارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده؛

  1. د زده کړې رشته: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: عامه اداره ، اداره او تجارت، د بشري سرچینومدیریت، اقتصاد ، ښوونیزمدیریت او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي؛

 

  1. کاري تجربه: لږ تر لږه د دندې اړوند دوه کاله کاري مخینه ولري؛

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) بر لاسۍ واوسي او انګلیسي ژبې سره بلدتیا ولري؛
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛
  3. مهارت، روش، څېړنې. او اړوند پروګرامونو سره بلدتیا درلودل؛
  4. د بشری سرچینو تحلیلولو کې مهارتون درلودلر ؛

 

هڅونې :

  1. د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره، (۵) امتیازي نومرې د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي په هغه صورت کې چې د نوماند معلولیت په دنده کې د خڼډ سبب ونه ګرځي؛
  2. ښخینه نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي؛

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود