د بشري سرچینو کادري زده کړې څانګې آمر

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د  نوی رتب و معاش سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د بشري سرچینو کادري زده کړې څانګې آمر HR-038

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                د بشري سرچینو کادري زده کړې څانګې آمر

بســــت:                          دریم

وزارت/اداره:                      د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                    کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                     د بشري سرچینو کادري زده کړې څانګې آمریت

راپور ورکول  :                     د زده کړې او نصاب پراختیا رئیس

راپور اخیستل:                    له خدمت مخکې ښوونیز ټرینر  له خدمت مخکې ښوونیز ټرینر   د سازماني چلند ټرینر د سازماني  چلند ټرینر   د بشري سرچینو ټرینر  د بشري سرچینو ټرینر   د سلزماني پراختیا او تغیر مدیریت ټرینر

تاریخ نشروختم اعلان:          ۰۸/۱۰/۱۳۹۹ الی ۱۸/۱۰/۱۳۹۹

 

د دندې موخه: د نصاب طرحه کولو، ترتیبولو بهیر مدیریت ، د پروګرامونو او ښوونیزو موادو طرحه او د ښونییز پروګرامونو طرحه کولو او پلي کولو بهیر معیاري کول، د دیپارتمنت غړو د کړنو تنظیمول او اداره کول او د بشري سرچینو کادري زده کړو دیپارتمنت د غړو وړتیا لوړولو لپاره د فرصتونو چمتو کول.

 

د دندې واکونه او مسولیتونه
تخصصي دندې ۱٫      د بشري سرچینو کادري زده کړو نصاب په اړه د وړتیا لوړولو پروګرامونو طرحه او ترتیبولو کې فعاله همکاري او ونډه اخیستل.

۲٫      د ښوونیزنصاب او وړتیا چوکاټ په ترتیبولو کې فعاله همکاري او ونډه اخیستل.

۳٫      د ملکي خدمتونو کارکوونکو ملي وړتیا لوړولو پالیسۍ په ترتیبولو کې همکاري کول او له پلي کولو څخه یې څارنه کول.

۴٫      د  بشري سر چینو اړوند، وړتیا روزنې پروګرامونو او د وړتیا روزنې نصاب اړوند موضوعاتو تطبیق او تر سره کول.

۵٫      د وړتیا روزنې پروګرامونو سرني  او پایلني ارزونو پوښتنلیکونو نهايي کول او بیا کتل.

۶٫      د ملکي خدمتونو کارکوونکو ښوونیزو پروګرامونو دایرولو پر وخت له بېلابېلو روشونو او میتودونوڅخه په اغیزمنه توګه کاراخیستل.

۷٫      د وړتیا روزنې پروګرامونو د ګډونوالو ډله ایز، انفرادي کارونو او څېړنيزو پروژو په لار اچول او څارل.

۸٫      څېړنیزاومدیریتي پروژو کې د ګډونوالو لارښوونې میکانیزم رامنځته کول او پلي کول.

۹٫      پروګرامونو کې د شامل کسانو ښوونې او کاري وړتیا لوړونې لپاره، د ملکي خدمتونو انستیتوت څېړنیز کارونو پایله په کار اچول.

۱۰٫ د وړتیا روزنې پروګرامونو کې د اغیزمنتیا زیاتولو په موخه، د مرستندویه مالوماتو ښوونيز موادو راټولول.

۱۱٫ د ښوونیز نصاب او موردي مطالعاتو (Case Studies) غني کول او نهایي کول.

۱۲٫ د دیپارتمنت ټرینر وړتیا لوړولو لپاره، اړوندو موضوعاتو کې د مربیانو روزنې او تخصصي زده کړیز پروګرامونو دایرول.

۱۳٫ ښوونیزو پروګرامونو وړاندې کولو او مخته وړلو لپاره، د درسي پلانونو چمتو کول او ترتیبول.

۱۴٫ د پروګرامونو پیلېدو څخه مخکي د ټولګي تنظیمول، مدیریت کول او د ښوونې مرستندویه موادو له شتون څخه څارنه کول.

۱۵٫ د دیپارتمنت ټرینرانو څخه د راپورونو اخیستل او اړوند رئیس ته یې وړاندې کول.

مدیریتي دندې  

۱۶٫ د ادارې عمومي  پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیبول؛

۱۷٫  لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.

۱۸٫  د لاس لاندې کارکوونکو مشري او مدیریت کول، د لاس لاندې څانګو د کارکوونکو زده کړیزو اړتیاوو تعینول او وړتیا لوړول.

۱۹٫ د ادارې مشرتابه ته، د خبرتیا ورکولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه  میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا پر وخت راپورونو وړاندې کول.

۲۰٫ د ادارې موخو، قوانینو او مقرراآتو سره سم، د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو چارواکو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې ۲۱٫ د سپارل شویو چارو تر سره کولو په موخه، د ملکي خدمتونو اړوندو څانګو او زده کړیزو  پروګرامونو هدف لاندې ډلو سره همغږي کول.

۲۲٫  د ټیم فعال غړي په توګه، د پلان پلي کولو او ترسره کولو کې ونډه اخیستل او د ګروپي کاري فرهنګ پیاوړي کول.

د ګومارنې شرایط د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون  ۷،  ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده
د زده کړې رشته لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري (ښوونیز مدیریت، د بشري سرچینو مدیریت، لوی مدیریت، عامه اداره ، اداره او تجارت، عامه پالیسی) او په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري مخینه ‌  له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه  لږ تر لږه  دوه کاله اړونده کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده.
اړین مهارتونه

أ. د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) او انګلیسي  ژبې برلاسی واوسي.

‌ب. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

هڅونې أ‌.       د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.

ب‌.   ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.

نوت نوت: وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود