د بغلان ولایت د تعییناتو کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

 

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د بغلان ولایت د تعییناتو کارپوه HR-008

 

د بست د اعلان شمېره:

د دندې سرلیک:            د بغلان ولایت د تعییناتو کارپوه

بســـــت:                    ۴

وزارت/اداره:                 د اداري اصلاحات او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون

اړونده څانګه:               د بغلان ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت – د دارالانشا عمومي ریاست

د بست موقعیت:          د بغلان ولایت

د بست شمېر:            (۱)

راپور ورکونه:                د بغلان ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر

راپور اخېستنه:              نلري

تاریخ نشروختم اعلان:   ۱۵/۱۲/۱۳۹۸ الی ۲۶/۱۲/۱۳۹۸

 

د دندې موخه: له تقنیني سندونو، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د تعییناتو طرزالعمل او نورو اړوندو پالیسي ګانو سره سم د (ج،د او هـ) ردیف د رقابتي ګومارنې پروسې څارنه

……………………………………………………………………………………………………………………….

واکونه او مسئولیتونه:

د بست تخصصي دندې:

  1. د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د تعییناتو طرزالعمل سره سم، د کمبود بستونو د اعلان څخه څارنه
  2. د اړوندې پالیسۍ د پلې کېدو په موخه، د ملکي خدمتونو د بستونو رقابتي ګومارنې بهیر ( شارټ لیست، تحریري او تقریري ازمویني) څارنه.
  3. ملکي خدمتونو بستونو کې د وړنوماندانو د ګومارنې په موخه د ګومارنې بهیر ( شارټ لیست، تحریري او تقریري ازمویني) پر مهال، ولایتي تعییناتو کمېټه کې فعال حضوردرلودل.
  4. د هر ډول تبعیض پرته، د کار غوښتوونکو د ډک شویوغوښتنلیکونو د وېش او را ټولونې پروسې څخه څارنه
  5. د اړوند ولایت په کچه د ګومارنې احصاییوي مالوماتو لاسته راوړل او د ملکي خدمتونو د تعییناتو بورډ او نورو اړوندوبرخو ته د ګومارنې بهیر په اړه راپور ورکول.
  6. د سیمه ییزو ادارو د منظور شوي تشکیل او د ولایت په کچه د تایید شويو دندو دلایحو د شته والي څخه ډاډ تر لاسه کول
  7. د ملکي خدمتونو د بستونو د شکایت کوونکو فورمونو وېش او را ټولول او د (پوسټ او برېښنالیک ) له لارې یې د ملکي خدمتونو د شکایتونو بورډ ته استول.

د بست مدیریتي دندې:

  1. د ریاست له پلان سره په مطابقت کې د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان طرحه او چمتو کول.
  2. مستقیم آمر او اړوندو چارواکو ته د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپور وړاندې کول.
  3. د نورو اړوندو دندو ترسره کول چې د قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو سره سم، د چارواکو له خوا سپارل کېږي

د بست د همغږۍ دندې:

  1. د ولایت په کچه د ګومارنې پلان د چمتو کولو او د کمبود بستونو د پېژندنې او تثبیت په موخه له سیمه ییزو ادارو سره همغږي کول.
  2. د کمېسیون له مرکز، ولایت مقام او د ولایت په کچه د ټولیزې رقابتي ازموینې پروسې د تطبیق په موخه د ادارو دویمو واحدونو سره همغږي کول.
  3. د سپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه، له نورو اړوندو برخو سره اړیکې او همغږي کول.

 

——————————————————————————————————————

د ګومارنې شرطونه ( د زده کړو کچه او کاري تجربه)

د دندې دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ۷ او۳۴ موادو ته په پام، په لږ تر لږه شرطونو او لاندې معیارونو سره چمتو شوې ده.

 

زده کړې: له دې څانګو په یوې هغې کې د لېسانس سند درلودل: د بشري سرچینو مدیریت، عامه اداره، سوداګرۍ اداره، عامه پالیسۍ، حکومتولۍ، عمومي مدیریت، حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد، ادبیات، ژورنالیزم او ټولنیز علوم. پورتنیو څانګو کې د لوړې کچې تحصیلي سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه: ملي، کورنیو او نړیوالو موسسو کې له دندې سره اړوند لږ تر لږه د یو کال کاري تجربې درلودل.

د اړتیا وړ مهارتونه: د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا او د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

یادونه: وړ معلولیت لرونکي وګړي، کولی شي یاد بست لپاره نوملیکنه وکړي.

د هڅونې موارد:

۱ . د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم او څلورمو بستونو لپاره (۵) او لومړي او دویمو بستونو لپاره (۳) امتیازې نومرې .

۲ . د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې

_________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود