د بهرنيو اړيکو کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم بیا اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د بهرنيو اړيکو کارپوه ۴ د اجرايې او کړنو د منظمولو ریاست ۱ ۸/۱۲/۱۳۹۷ ۱۸/۱۲/۱۳۹۷

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۸/۱۲/۱۳۹۷) نه تر (۱۸/۱۲/۱۳۹۷) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز مالومات:

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د بهرنيو اړيکو کارپوه
بست: ٤
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ١
رپوټ ورکول: د تشريفاتو او بهرنيو اړيکو امر ته
رپوټ اخيستل: نه لري
د بياکتنې نېټه: ٦/٨/١٣٩٧

………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: د کميسيون د مامورينو، چې له هېواده بهر د رسمي سفرونو لپاره ځي؛ د اسنادو مراحل يې بشپړول او د کميسيون د مشرۍ پلاوي، د نړيوالو موسيسو له پلاوو سره د کتنو منظموالى او له ګاونډيو هېوادو او لاس لاندې ادارو سره همغږي برابرول.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د امريت د پلان او د لاسته راوړنکو موخو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان جوړول او ترتيبول.
  2. د کميسيون د لارښود پلاوي له خوا د ګاونډيو هېوادو او نړيوالو موسساتو د پلاوو تر منځ د لاس لاندې بنسټونو په همغږۍ د کتنو منظمول.
  3. د جمهوري رياست د لوړ مقام په عنوان سره د کميسيون د لوړ رتبه مامورينو د لارښود پلاوي په لارښوونې د سفرونو لپاره د وړاندېزونو ترتیب او د مراحلو په وخت يې له پلي کېدو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  4. د جمهوري رياست له لوړ مقام، د چارو ادارې لوى رياست، د بهرنيو چارو وزارت او د کميسيون د ټولو لاس لاندې ادارو د لوړ رتبه او ټيټ رتبه مامورينو د رسمي سفرونو د اسنادو مراحل تر سره کور او ورسره اړيکې او همغږي ټينګول.
  5. د کميسيون مامورينو ته د ټولو رسمي سفري چارو له هېواده بهر د کنفرانسونو، سيمينارونو او د لنډمهالو او اوږدمهالو زده کړيزو برنامو لپاره د پاسپورټ، وېزې اخيستل او مراحل يې بشپړول.
  6. د کميسيون مامورينو ته د ولايتونو د سفرونو د منظمولو په خاطر د ولايتونو د اړيکو او همغږۍ رياست سره اړيکې ټينګول.
  7. د ترسره شوو کارونو پر وخت د مسلکي زده کړو، ورکشاپونو، سيمينارونو او غوره ښوونيزو زده کړو له لارې پراختيا ورکول.
  8. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه لارښودې ادارې ته وړاندې کول.
  9. د ټولو هغو دندو، چې د ذيصلاح مقاماتو له خوا د قانون، مقرريو او د اړونده ادارې له موخو سره سم ورسپارل کېږي؛ تر سره کول.

————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: عامه اداره، حقوق او سياسي علوم، ژورنالېزم، اړيکې، اقتصاد، ادبيات، ټولنپوهنې، اقتصاد، د ادراې او تجارت، عمومي مديريت، عامه ادارې پاليسي، عامه اړيکو او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: د لېسانس لپاره لږ تر لږه د دندې اړونده يو کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دغوښتنلیک فورمه