د بودیجې سم لګښت په موخه، د کمېسیون ولایتي واحدونو مالي وضعیت ارزول کېږي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په سمه توګه او خپل وخت د بودیجې لګولو په موخه، ولایتي واحدونه ارزوي او مالي اړتیاوې یې سنجوي.

تراوسه، د غزني، غور، بدخشان، کندهار، میدان وردګ، کاپيسا، پنجشیر، پروان، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو مالي او حسابي برخو ارزونه بشپړه شوې ده.

په سمه توګه د بودیجې لګښت، بودیجوي اړتیاوو، اجناسو محاسبې او اسنادو خوندیځ په برخو کې د مالي مدیرانو ظرفیت، هغه برخې دي چې په بشپړ ډول ارزول کېږي.

ترسره شوې ارزونې ښيي چې د کمېسیون ولایتي واحدونو مالي او اداري برخې په ښه وضعیت کې دي چې د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره به، د دغو برخو کاري ظرفیت لوړ شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، هغه اداره ده چې هر کال یې د بودیجې لګښت کچه ۹۸ سلنې ته رسېږي. د کمېسیون مشرتابه ټینګار پر دې دی څو په مرکزي او ولایتي واحدونو کې په برابره توګه او د هر واحد اړتیاوو په پام سره له امکاناتو او سرچینو ګټنه وشي.