د بورد مصوبو د پلی کیدو څخه د تعقیب او څارنې کارپوه

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د بورد مصوبو د پلی کیدو څخه د تعقیب او څارنې کارپوه ۳ شکایتونو ته د لاسرسي بورد ۱ ۴/۲/۱۳۹۸ ۲۳/۲/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۴/۲/۱۳۹۸) نه تر (۲۳/۲/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د بست ټولييز معلومات:

د بست د اعلان شمېره:
د دندې عنوان: د بورد مصوبو د پلی کیدو څخه د تعقیب او څارنې کارپوه
بست: ٣( دریم)
وزارت/اداره:

اړونده څانګه:

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون

د ملکي خدمتونو شکایتونو ته د رسیدنې بورد ریاست

د بست ځاى: کابل (مرکز)
د بست شمېر: ۱
راپور ورکول: د بورد مصوبو د پلی کیدو څخه د تعقیب او څارنې آمر ته
راپور اخيستل:

د بست کود:

نلري

۰۳۳- ۰۶ – ۹۰ – ۶۲

د بياکتنې نېټه: ۱۶/۰۱/١٣٩۸

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د ملکی خدمتونو شکایاتو ته د رسیدنې بورد  د پریکړو او مصوبو د پلي کیدو، څارنه او تعقیب په وزارتونو او نورو ملکي ادارو کې.

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د آمریت د کاري پلان او د ادارې د ټاکل شویو هدفونو د رسېدو په موخه د میاشتني، درې میاشتني او کلني راپور جوړول.
  2. د بورد د تصویب شویو مصوبو د پلي کیدو په موخه د ډلې د آمر سره په تفاهم  د وزارتونو او دولتي ادارو سره د اړیکو ټینګول.
  3. په دیتابیس کې د بورد د مصوباتو ثبت او راجستر د آسانتیا د رامنځ ته کولو او د پلي کیدو څخه ېې کره او پر وخته څارنه.
  4. د ولایتونو په کچه د بورد د مصوبو د پلي کیدو څخه د ډاډ د تر لاسه کولو په موخه، د ولایتي دفترونو شکایتونو ته د رسېدنې د کارپوهانو سره همغږي او د اړیکو ټینګول.
  5. د مرکز او ولایتونو په کچه شکایتونو ته د رسیدنې د بورد د مصوبو د پلي کیدو او یا نه پلي کیدو په اړه د احصایې راټولول او د راتلونکو کړنو په موخه صلاحیت لرونکو مقاماتو ته د هغو سپارل.
  6. شکایتونو ته د رسېدنې او د بورد د مصوبو د نه تطبیق له امله د راپیدا شوېو ستونزو په تړاو وزارتونو او خپلواکو دولتی اداروته د مسلکي سلا او مشورو ورکړه.
  7. د وزارتونو او دولتي ادارو د اړوندو څانګو سره د شکایتونو د رامنځته کیدو د مخنیوي او د شکایتونو د پروسې د ښه والي په موخه د تعقیبي ناستو دایرول.
  8. د آمر د لارښونې سره سم د دوسیوپه بیا کتنه کې د کارپوهنې په برخه کې مرسته کول، د کاري بهیرونو د چټکتیا په موخه.
  9. د افغانستان د ملکي خدمتونو شکایتونو ته رسیدنې د آسانولو او اجرااتو په موخه د حقوقي او مسلکي سلا او مشورو د لارې د وړتیاوو وده او لیږد.
  10. د اړوندو کړنو او لاسته راوړنو څخه د مقاماتو د خبرولو په موخه د میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا پر مهال راپور وړاندې کول.
  11. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د نورو ورکړل شویو دندو ترسره کول.

—————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: : لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو:  حقوق او سیاسی علوم، شرعیات (فقه او قانون)  اداره او مدیریت،اداره عامه،پالیسي عامه،اداره تجارت د بشري سرچینو مدیریت، عمومي مدیریت، اقتصاد او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم