د بورد مصوبو د پلی کیدو څخه د تعقیب او څارنې آمر

 

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د بورد مصوبو د پلی کیدو څخه د تعقیب او څارنې آمر ۳ شکایتونو ته د لاسرسي بورد ۱ ۴/۲/۱۳۹۸ ۲۳/۲/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۴/۲/۱۳۹۸) نه تر (۲۳/۲/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د بست ټولييز معلومات:

د بست د خبرتيا شمېره:
د دندې عنوان: د بورد مصوبو د پلی کیدو څخه د تعقیب او څارنې آمر
بست: ٣
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
د بست ځاى: کابل (مرکز)
د بست شمېره: ١
راپور ورکول: اجرائیه رئیس ته
راپور اخيستل: د لاس لاندې کارکونکو څخه ( د تشکیلاتي جوړښت سره سم)
د بياکتنې نېټه: ۰۶/۰۹/١٣٩۷

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د ملکی خدمتونو شکایاتو ته د رسیدنې بورد  د پریکړو او مصوبو د پلي کیدو، مدیریت څارنه او تعقیب.

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د ریاست د کاري پلان او د ادارې ستراتیژیکو موخو سره سم د میاشتني، درې میاشتني او کلني راپور طرح او جوړول.
  2. د ولایتي دفترونو د کارپوهانو د کړنو څخه څارنه او بررسي ، د ولایتونو په کچه شکایتونو ته د رسیدنې بورد د مصوبو د پلي کیدو څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه.
  3. شکایتونو ته د رسیدنې بورد د اړوندې احصاېې د راټولو څخه ډاډ تر لاسه کول او د پړاونو تعقیبول ېې.
  4. د شکایتونو رسیدنې ولایتي دفترنو د راپورونو شننه ، شکایتونو ته د رسیدنې بورد اجرایه ریاست ته د هغوی د بررسۍ او وړاندې کولو په موخه.
  5. وزارتونو او خپلواکو دولتی اداروته د مسلکي مشورو ورکړه د مامورینو شکایتونو ته د رسیدنې د ډول او د بورد د مصوبو د نه پلې کیدو له امله د احتمالي ستونزو په تړاو.
  6. د اړوندو محکمو او د دولت د قضایاوو د ریاست سره د نږدې کاري اړیکو جوړول د ستونزو د حل په موخه په محکمو کې د شکایتونو د دوسیو تعقیبول، د بورد د کاري کیفیت او د ورستنیو مصوبو د پلي کیدو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  7. د بیا کتنو موضوعاتو د لړۍ څخه څارنه ، د اړینو میکانیزمونو جوړول او پلي کیدل، د بورد د مصوبو د اجراء څخه د ډاد تر لاسه کولو په موخه، د اداراتو وزارتونو او محکمو د کړنو څخه څارنه.
  8. د شکایتونو د پیدا کیدو څخه د مخنیوي او شکایتونو ته د رسیدنې د لړۍ د ښه والي په موخه د وزارتونو او اداراتو د اړوندو څانګو سره د ناستو دایرول.
  9. د بورد د مصوباتو تعقیب او څارل او اجراییه ریاست ته د هغو د پلي کیدو او یا هم نه پلي کیدو په تړاو راپور ورکول، تر څو د شکایتونو د رسیدنې بورد ناستې ته دوروستیو کړنو په موخه وړاندې شي.
  10. د لاس لاندې کسانو د کړونو ارزونه د کړنو د ښه والي په موخه، د کار د بیا ورکړې، د اغیزمنتیا د ډیر والی ، د زدکړه ایزو اړتیاوو د مالومولو د ظرفیت د لوړولو په موخه.
  11. د وړتیاوو وده او لیږد د حقوقي او مسلکي مشورو د ورکړې له لیارې د ګړنو د اسانولو او دافغانستان د ملکي خدمتونو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه.
  12. اجرائیه ریاست ته د اړوند آمریت دکړنو میاشتنی، در میاشتنی او کلني راپور ورکول، د ادارې د رهبرۍ د خبرولو په موخه.
  13. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د نورو ورکړل شویو دندو ترسره کول.

—————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: : لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو:  حقوق او سیاسی علوم، شرعیات (فقه او قانون)  اداره تجارت، د بشري سرچینو مدیریت  او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم