د بورډ د مصوباتو د بيا کتنې کارپوه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

 

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د بورډ د مصوباتو د بيا کتنې کارپوه. ۳ د شکایاتو د رسیدنی بورد ۲ ۱۰/۱۰/۱۳۹۷ ۲۳/۱۰/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۰/۱۰/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۲۳\۱۰\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو دندې.

د بست ټولييز مالومات:

د بست خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان:  د بورډ د مصوباتو د بيا کتنې کارپوه.
بست: (٣)
وزارت/یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون.
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: (۲)
رپوټ ورکول: د بورډ د مصوباتو له پلي کېدو څخه د څارنې او ارزونې آمر ته.
رپوټ اخيستل: نه لري.
د بيا کتنې نېټه: ١٠/٩/١٣٩٧

……………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته د راغلو شکاياتو د مصوباتو د بورډ له بيا کتلو سره څېړنه او بيا کتنه.

…………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، دندې او مسؤليتونه:

١: د امريت له پلان او د ادارې له ټاکل شوو موخو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.

٢: د بورډ د مصوبو له پلي کېدو څخه د څارنې او ارزونې له آمر سره په همغږۍ د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته د راغلو شکايت پاڼو بيا کتنه، لوستنه او ارزونه.

٣: د طرحو د جوړولو په اړه له اړونده ادارې د څرګندونو او مالوماتو اخيستنه او د بورډ د مصوباتو له پلي کېدو څخه د څارنې او ارزونې امر ته يې وړاندې کول.

٤: د يوې دقيقې احصايې او د اسانتيا راوستو لپاره په ډېټابېس کې د بورډ د مصوبو ثبتول او د منلو او نه منلو په صورت کې، چې د اړتيا په وخت د بيا ورګرځېدو او اقدام کولو اسانتيا راشي؛ مالومات وړاندې کول.

٥: په اړونده فايلونو کې د کاري سيمې د ښې پرمخ وړنې او د اړتيا په وخت شکايت کوونکو ته يې د ښې وړاندې کونې د دوسيو ترتيب او جوړونه.

٦: د بورډ د مصوباتو له پلي کېدو څخه د څارنې او ارزونې آمريت ته له نظر وړاندې کونې وروسته د دوسيو جوړونه او د بورډ غونډې ته يې وړاندې کول.

٧: د بورډ د مصوباتو له پلي کېدو څخه د څارنې او ارزونې آمريت ته د حقوقي طرحو د غوره معيارونو په اساس د دوسيو ښه ارزونه او څېړنه او په نوموړو دوسيو کې د ښو څرګندونو وړاندې کول.

٨: اجرايې رياست او اړونده آمريت ته د شکايتونو د ثبت او بياکتنې او د فعاليتونو له پاى ته رسېدو څخه مياشتني، درې مياشتني او کلني رپوټونه ترتيبيول.

٩: د ټولو هغو دندو، چې د دندې اړونده د تقنيني اسنادو په اساس وي او ورته سپارل کېږي؛ تر سره کول.

………………………………………………………………………………………………………………………………………

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

غوښتونکي بايد لږ تر لږه د نوموړي بست، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو په شرايطو برابر او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس او له: حقوقو (قضا او څارنوالي)، شرعيات (فقه او قانون) څانګو څخه فارغ او په يادو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه دوه کلنه(د نوموړي بست پورته ثبت شوې موخې او وظيفوي مسؤليتونه) اړونده کاري تجربه.

٣: په رسمي ژبو (پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انګليسي ژبې سره بلدتيا.

٤: د دندې اړونده کمپيوټري برمانو کې پوهه لرل.

__________________________________________________________________________

دریافت فورم درخواستی