د بورډ په مصوباتو د بیاکتنې پلي کولو د څارنې آمر

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شماره عنوان بست شماره بست
۱ د بورډ په مصوباتو د بیاکتنې  پلي کولو د څارنې آمر HR-017

د بست د خبرتیا شمېره :

د دندې سرلیک :               : د بورډ په مصوباتو د بیاکتنې  پلي کولو د څارنې آمر

بســــت                         :  سوم

وزارت/اداره                       :  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون

اړونده څانګه:                   : د اجرائیې ریاست  –  د ملکي خدمتونوشکایاتو  ته د رسېدنې بورډ

د بست شمېر                  : (۱)

د بست ځای                     : کابل

راپور ورکول                       : د اجرائیې رېیس

راپور اخیستل                     : تر لاس للاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

تاریخ نشر وختم اعلان         : ۲۸/۰۳/۱۳۹۹  تر  ۰۸/۰۴/۱۳۹۹

 

 

د تغیر پروژه

د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.

د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي لپاره د کال په يبل کې کلیدي دندې  (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ  سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره  د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک  نوی کېږي.

 

داداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمیسیون:

د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې  -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷-  فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې

د دندې موخه:

د تقنیني اسنادو په پام کې نیولو سره د دولت له قضایو او  محکمو سره د مرسته کول او د مصوباتو، بیاکتنې پروسې پلي کولو څخه څارنه او مدیریت کول.

د بست تخصصي دندې :

  1. د بیاکتنې مطالباتو، نظر ورکولو تنظیم او مدیریت کول او اړوندو کارپوهانو ته یې سپارل.
  2. د بې پلوي او هر اړخیزه پلټنې څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، د کارپوهانو له خوا د بیا کتنې مطالباتو د پلټنې او مطالعې په هکله څارنه کول.
  3. د بورد نهايي پریکړې نیولو لپاره، د بیا کتنې پروسې کې د ستونزو مالومول او د اړینو وړاندیزونو او د حل لارو چارو او وړاندې کول.
  4. د بورد د مصوباتو پلي کولو او نه پلي کولو څخه ډاډ تر لاسه کول، او د راتلونکو مرحلو تعقیبول.
  5. د بورډ مصوباتو پلي کېدو څخه د څارنې لپاره د ملکي خدمتونو وزارتونواو، ادارو کې د حضوري څارنې په موخه د کارپوهانو توظیفول.
  6. د ملکي خدمتونو ادارو ته د تقنیني اسنادو په رڼا کې په ځانګړي توګه د بورډ په تصامیمو کې د مشورو او توضیحاتو وړاندې کول، بالاثر تر شکایت لاندې مطالبه شویو ادارې.
  7. اړونده مراجعو سره د مرستې او همکاری په موخه د کارپوهانو د کړنو څارل، په ځانګړي توګه د دولت له قضایو او محکمو سره د اړیکو ټینګول .
  8. په کاري کړنو کې د پرمختګ په هکله مقاماتو ته د خبرورکولو په موخه ، د ملکي خدمتونو شکایتونو ته درسېدنې بورډ په ډیتابس کې د شکایتونو د دوسیو ثبتول.

د بست مدیریتي دندې:

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرحه او ترتیبول.
  2. په ځانګړي توګه د شکایتونو پروسه کې د بې پلوۍ، عدالت، او د تبعیض د نشتوالي اصل مراعتول.
  3. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  4. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د ښوونیزو اړتیاوو تعینولو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  5. په ملکي خدمتونو کې د مصوباتو پلي کولو او نه پلي کولو په اړه د راپور چمتو کول، او د راتلونګو کړنو تر سره کولو لپاره یې د اجرائیې ریاست او د بورډ مشري مقام ته وړاندې کول.
  6. واک لرونکو مقاماتو ته د خبرتیا ورکولو په موخه ، د اړونده څانګې کړنو او لاسته راوړنو څخه، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول.
  7. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د همغږی دندې:

  1. د اړتیا لیدو په صورت کې د بیاکتنې دوسیو په برخه کې د توضیحاتو ورکولو لپاره د بورډ په ناستو کې برخه اخیستل؛
  2. تر شکایت لاندې ادارو سره د بورد د مصوباتو د تعقیب به موخه د همغږۍ ناستو دایرول؛
  3. په کړنو کې د ښه والي په موخه، تر لاس لاندې کارکوونکو سره د منظمو ناستو دایرول؛

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده:

د زده کړې رشته:

لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: حقوق، شرعیات( فقه او قانون) LLB، عامه اداره، عامه پالیسي، لوی مدیریت، د بشري سرچینو مدیریت او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

لږ تر لږه د دندې اړوند دوه کاله کاري مخینه ولري:

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسۍ ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې سره بلدتیا.
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

هڅونې :

  1. د دریم او څلوم بستونو معلول نوماندانو لپاره، (۵) امتیازي نمرې د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي په هغه صورت کې چې د نوماند معلولیت په دنده کې د خڼډ سبب ونه ګرځي.
  2. ښخینه نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نمرې د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

 

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود