د تالار عمومي مدير

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
۱ د تالار عمومي مدير ۴ د فعالیتونو د تنظیم او اجرایی ریاست ۱ ۱۱/۶/۱۳۹۸ ۲۴/۶/۱۳۹۸

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۱/۶/۱۳۹۸) نېټې نه تر (۲۴\۶\۱۳۹۸) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو دندې

 

د بست ټولييز مالومات:

د بست خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان:  د تالار عمومي مدير.
بست: (۴)
وزارت/یا اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کميسيون.
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: (۱)
رپوټ ورکول: د تشريفاتو او بهرنيو اړيکو امر ته.
رپوټ اخيستل: لاس لاندې کارکوونکو نه.
نېټه: ۱۰/۷/۱۳۹۷

……………………………………………………………………………………………………………………………….

 

د دندې موخه:

په تالار کې د کميسيون د ټولو برنامو او د سيمينارونو، ورکشاپونو او مطبوعاتي کنفرانسونو لپاره تخنيکي اسانتياوې برابرول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، دندې او مسؤليتونه:

 

  1. د امريت د پلان او له لاسته راوړنو او مطلوبو پايلو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.
  2. د کميسيون تالار د مطبوعاتي پېښو، کنفرانسونو، سيمينارونو او ګردي مېزونو لپاره ترتيبول، منظمول او څارل.
  3. د اړونده برخو په همغږۍ سره د تخنيکي وسايلو(پروجکټور، لوډسپېکر، مايکونو او نور…) اماده کول.
  4. د کميسيون د تالار د پاکۍ او صفايۍ چارې او د هر ډول څارنې او ساتنې پرمخ وړل.
  5. د رابلونکو مېلمنو لپاره د لاس لاندې برخو په همغږۍ ښه چاى برابرول، د غذايي توکو د وېشلو مديريت کول.
  6. د نومو په اساس وړاندې له ټاکل شوو ځايو څخه تالار ته د رابلونکو مېلمنو لارښوونه کول.
  7. د ورکشاپونو، سيمينارونو او ښوونيزو زده کړو په اساس له غوره لارو مسلکي مهارتونه ورلېږدول او پراختيا ورکول.
  8. د لاس لاندې مامورینو د فعالیتونو او ترسره کړو کړنو د ګټورتوب او اغېزمنتوب په موخه د هغوى د کړنو ارزيابي کول او ورته غوره ښوونيزې زده کړې برابرول او وړتياوې لوړول.
  9. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه ترتيبول او د اړتيا په وخت يې ذيصلاح مقاماتو وړاندې کول.
  10. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د ذيصلاح مقاماتو له خوا د قانون، مقررې په اساس او د اړونده ادارې له خوا ورسپارل کېږي.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

د ګومارنې شرايط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

 

غوښتونکي بايد لږ تر لږه د نوموړي بست، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧، ٨) او (٣٤) مادو په شرايطو برابر او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې څوارلسم او تر دې د زده کړو لوړې درجې ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده يو کلنه کاري تجربه.

٣: په رسمي ژبو(پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انګليسي ژبې سره بلدتيا.

٤: د دندې اړونده کمپيوټري برمانو کې مهارت.

________________________________________________________________________________

د غوښتنلیک فورم