د تخنیک لوی مدیر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام  سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري.

 

ګڼه د بست عنوان د بست

 رتبه

اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د تخنیک لوی مدیر ۴ د اداری او خدماتو ریاست ۱ ۲/۸/۱۳۹۸ ۱۳/۸/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲/۸/۱۳۹۸) نېټې څخه د (۱۳/۸/۱۳۹۸) نېټې ترپایه پورې د ځانګړو غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠_٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له آمريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې له کره ډکېدو وروسته له ټولوغوښتل شويو سندونو سره یوځای د اړونده کړنلارې پر بنسټ د ګومارنې آمريت ته وسپاري، همدارنګه نوموړي کولی شي چې د (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي او په انلاین توګه ځانګړې فورمې ترلاسه او وروسته له کره ډکېدوغوښتل شويو اسنادو سره  یوځای  د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول د (hr@iarcsc.gov.af) ايميل پتې ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

یادونه:

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

 

د بست ټولییز مالومات

 
  د بست د خبرتيا شمېره:  
  د دندې عنوان: د تخنیک لوی مدیر
  بست: ۴
  وزارت/اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
  اړونده څانګه:  د ادارې او خدمتونو ریاست – د دارلانشاء لوی ریاست
  د بست ځاى: کابل
  د بست شمېره: ۱
  راپور ورکول: ترانسپورت آمر ته
  راپور اخيستل: نلري
  د بست کوډ: ۶۲-۹۰-۱۳-۰۰۵
  د بياکتنې نېټه: ۱۲/۰۶/۱۳۹۸

 

د دندې موخه: د ادارې اصلاحاتو او  ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون  د نقلیه وسایطو د عوارضو تثبیتولو او جوړولو څخه څارنه کول او د اسنادو طی مراحل کول او ترتیبول؛

 

د دندې واکونه او مسولیتونه:

 

  1. د ادارې تاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  2. د چارو د ښه انسجام په موخه د حمل او نقل وسایطو لپاره د تخنیکي معایناتو منظم پلان ترتیب او پلي کول؛
  3. د ښو کړنو تر سره کولو لپاره اړوندو برخو ته د نقلیه وسایطو د ترمیم سندونو وړاندې کول؛
  4. د ګټورې کارونې په موخه؛ د نقلیه وسایطو اړتیا وړ ترمیماتي پرزه جاتو له حوالو څخه څارنه کول؛
  5. د فنۍ پرسونل له خوا په هره پنځلسمه ورځ  د اړونده وسایطوتخنیکي معایناتو او کنټرول څخه  بیا کتنه ؛
  6. د پرزو بدلونې په وخت کې د ترمیم لاندې نقلیه وسایطو څخه کنټرول کول، د ډاډ ترلاسه کولو لپاره؛
  7. د باکیفیته پرزو چمتو کولو په موخه ، وسایطو ته د اړتیا وړ پرزه جاتو اخیستنې لپاره د تخنیکي مشورو وړاندې کول؛
  8. واک لرونکو مقاماتو او مستقیم آمرته د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا پروخت د راپورونو وړاندې کول؛
  9. د ادارې موخو، قوانینو، او مقرراتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي؛

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

د دندې دغه لایحه د ۷، او ۳۴، موادوله مخي د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو په اساس جوړه شوې ده؛

  1. لږ تر لږه د موټرو د تحنیک په څانګه کې د فوق بکلوریا په کچه د زده کړې اسناد ولري تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛
  2. په اړونده برخه کې لږ تر لږه یو کال کاري تجربه؛
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو يا دري) او انګليسي ژبې سره بلديتا.؛
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو پوهیدل؛

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم