د تدقیق او مطالعاتو آمر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د تدقیق او مطالعاتو آمر ۳ شکایتونو ته د لاسرسي بورد ۱ ۴/۲/۱۳۹۸ ۲۳/۲/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۴/۲/۱۳۹۸) نه تر (۲۳/۲/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز معلومات:

د بست داعلان شمېره:
د دندې عنوان: د تدقیق او مطالعاتو آمر
بست: ٣
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: اجرائیه ریاست – شکایتونو ته د لاسرسي بورد
د بست ځاى: کابل
د بستونو شمېر: ١
رپور ورکول: اجرائیه رئیس ته
رپور اخيستل: د لاس لاندې کارکونکو څخه ( د تشکیلاتي جوړښت سره سم)
د بست کوډ:
د بياکتنې نېټه: ۰۶/۰۹/١٣٩٧

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه:  د کتل شویو دوسیو او د بورد د مصوبو تدقیق، د موردی مطالعاتو تر سره کول د اداري سرغړونو د لاملونو د پیدا کولو او مناسبو وړاندیزونو او حل لارو وړاندې کول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د ریاست د عمومي پلان سره سم د میاشتني، درې میاشتني او کلني پلانونو جوړول د ادارې د ټاکل شویو موخو د رسیدو په خاطر.
  2. د رسیدلو قضیو د تدقیق په اړه د تر لاس لاندې کارپوهانو د کړنو لارښونه او کنټرول.
  3. د ملکي خدمتونو د شکایاتو د مطالعه او شننې په موخه د تقنینی سندونو(مقررو، کړنلارو، لارښودونو) شننه.
  4. د تدقیق او مطالعاتو آمریت د کارپوهانو مدیریت او څارنه په هغو قضیو کې چې د لومړنیو بررسیو د بشپړیدو وروسته د آمریتونو له لاری د ورستۍ پریکړي لپاره د بورد ناستې ته وړاندې کیږي.
  5. د بورد د مصوباتو تدقیق د افغانستان د ملکي خدمتونو قوانینو، مقررو او کړنلارو سره د مطابقت په لحاظ د هغوی د صدور وړاندې.
  6. د ملکي خدمتونو د شکایتونو د بهیر د ساده سازۍ په موخه د بورد مشرتابه ته د حقوقی او مسلکي مشورو ورکول.
  7. د ادارتو په تفکیک د شکایتونو د رامنځته کېدو د لاملونو ثبت او کټګوري بندۍ، او په عامه ادارو کې د اصلاحاتو لړۍ ته د مرستې په موخه د یادو لاملونو د له منځه وړلو په موخه د حل لارو وړاندې کول.
  8. د اداري سرغړونو څخه د رامنځ ته شوی قضېو موردې مطالعه (Case study) د هغو د رامنځته کیدو د لاملونه د له منځه وړلو په موخه د حل لارو وړاندې کول.
  9. د هغو لوایحو، کړنلارو او لارښودونو او نورو حقوقی اسنادو تشخیص، تعدیل او لغو چې د ملکي خدمتونو د نافذه قوانینو سره په ټکر کې وي او د بورد مشرتابه ته وړاندې کول.
  10. د کړنو د ښه والي، د اغیزمنتوب ،دکار د ښې پایلې د ډیریدو، د ښوونیزو اړتیاوو تعیین ،د ظرفیت د لوړوالي او هڅونې په موخه د لاس لاندې کارکونکو د کړنو ارزونه.
  11. د ترسره شويو کارونو پر وخت د مسلکي زده کړو، ورکشاپونو، سيمينارونو او غوره ښوونيزو زده کړو له لارې پراختيا ورکول.
  12. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ضرورت په وخت کې، میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونه لارښونې ادارې ته وړاندې کول.
  13. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د نورو ورکړل شویو دندو ترسره کول.

—————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: : لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو:   حقوق، شرعیات (فقه او قانون) او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه، د قضاء، څارنوالۍ او حقوقی څانګو ته تجربو ته لومړیتوب ورکول کیږی.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم