د تدقیق او مطالعاتو کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د تدقیق او مطالعاتو کارپوه ۳ شکایتونو ته د لاسرسي بورد ۳ ۴/۲/۱۳۹۸ ۲۳/۲/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۴/۲/۱۳۹۸) نه تر (۲۳/۲/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز معلومات:

د بست د اعلان شمېره:
د دندې عنوان: د تدقیق او مطالعاتو کارپوه
بست: ٣
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
د بست ځاى: کابل
د بست شمېر: ۳
راپور ورکول: د تدقيق او مطالعاتو امر ته
رپور اخيستل: نه لري
د بياکتنې نېټه: ۶/۱/١٣٩۸

………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: د بورد مصوبو او دوسیو هر اړخیزه تدقیق او مطالعه او نظر ورکول او وړاندي کول یې  د اړونده آمریت له لورې د بورد جلسي ته، د وروستي تصمیم نیوني لپاره.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

١. د آمريت د پلان او د اړونده ادارې د ټاکل شوو موخو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان جوړول.

۲. د سپارل شویو دوسیو تدقیق اوڅېړنه د افغانستان د ملکی خدمتونو د قوانینو، مقررو او طرزالعملونو په رڼا کې

۳. د بورد، د مصوبو  څیړنه او تدقیق او هغه دوسیې چې محاکمو ته لیږل شوي د اړونده قانونی اسنادو په رڼا کې خپل سم نظر ورکول.

۴. د هغو راپورونو تدقیق او مطالعه چې د بورد، رهبری له پلوه ورسپارل کیږي.

۵. د استفادي وړ تقنینی او حقوقی اسنادو  تشخیص (پیژندل) او تنظیم د ملکی خدمتونو د شکایتونو بورد د کارپوهانو لپاره

۶. د تدقیق او مطالعاتو له آمر سره مرسته د قضیي مطالعي (Case Study) په اړوند، د اداری تخلفاتو قضیې او هغه عوامل چې نوموړي تخلفات منځ ته راوړي د حل لارو وړاندیز

۷. د اداري انظباطو تامینول او هغه تادیبي مویدات چې د ملکي خدمتونو د شکایبتونو بورد او د ښکیلو خواوو  لخوا د ملکي خدمتونو په اداراتو کې پلي کیږي، تعقیبول.

۸ . له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونه، لارښونې ادارې ته وړاندې کول.

۹ . د ټولو هغو اړونده دندو، چې د ذيصلاح امر له خوا  تقنيني اسنادو ته په کتو ورسپارل کېږي؛ تر سره کول.

————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: حقوق (قضا او څارنوالي)، شرعيات(فقه او قانون) او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه (په نوموړي بست کې د راغلو ثبت شوو موخو او وظيفوي مسؤليتونو په اساس) د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري برنامو کې بلدتيا او پوهه لرل.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم