د تشريفاتو او بهرنيو اړيکو آمر

داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې بیا اعلان د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د تشريفاتو او بهرنيو اړيکو آمر ۳ د اجرايې او فعاليتونو د منظمولو رياست ته ۱ بیا اعلان

۲۶/۹/۱۳۹۷

۴/۱۰/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲۶/۹/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۴\۱۰\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو د دندې مسؤليتونه

 

د بست ټولييز مالومات

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د تشريفاتو او بهرنيو اړيکو آمر.
بست: (۳)
وزارت/یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده اداره:

بست ځاى:

د اجرايې او فعاليتونو د منظمولو رياست، د دارالانشاء لوى رياست.

کابل

د بست شمېره: (۱)
رپوټ ورکول: د اجرايې او فعاليتونو د منظمولو رياست ته.
رپوټ اخيستل: نه لري.
نېټه: ۴/۲/۱۳۹۷

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

 

 

د دندې موخه:

د کميسيون لارښود پلاوي او مامورينو د رسمي سفرونو لپاره اسانتياوې برابرول، د مېلمنو نمانځل او لاس لاندې څانګو ته د مراجعينو لارښوونه کول.

…………………………………………………………………………………………………………………………..

دندې او مسؤليتونه:

١: د رياست له ستراتېژيکي موخې او پلان سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى عملياتي پلان جوړول او ترتيبول.

٢: د کميسيون ناستو او محفلونو ته د بهرنيو او کورنيو مېلمنو د رابللو په اړه ښه درناوى ترتيبول او بيا يې مديريت کول.

٣: د کميسيون د لارښود پلاوي له خوا د ګاونډيو هېوادو او نړيوالو موسساتو د پلاوو تر منځ د لاس لاندې بنسټونو په همغږۍ د کتنو منظمول.

٤: د جمهوري رياست د لوړ مقام په عنوان سره د کميسيون د عالي رتبه مامورينو د لارښود پلاوي په هدايت د سفرونو لپاره د وړاندېزونو ترتیب او د مراحلو په وخت يې له پلي کېدو څخه ډاډ تر لاسه کول.

٥: د جمهوري رياست له لوړ مقام، د چارو ادارې لوى رياست او د بهرنيو چارو وزارت، د کميسيون د لارښود پلاوي د اړونده قوانينو په مرااتولو سره د سياسي پاسپورټونو جوړول او صادرول او ورسره اړيکې او همغږي ټينګول.

٦: د کميسيون د لارښود پلاوي د کورنيو او بهرنيو سفرونو لپاره اسانتياوې برابرول او له لاس لاندې بنسټونو سره اړينه همغږي ټينګول.

٧: د کميسيون لوړ رتبه او ټيټ رتبه مامورينو ته د کنفرانسونو، سيمينارونو او له هېواده بهر د لنډمهالو او اوږدمهالو زده کړيزو برنامو لپاره د پاسپورټ، وېزې صادرولو او ټکټ جوړولو د اجرا په برخه کې ډاډ تر لاسه کول.

٨: د کميسيون لارښود پلاوي ته د ولاياتو د اړيکو او همغږۍ رياست په همغږۍ ولاياتو ته د سفرونو لپاره د اړتيا وړ اسناد جوړول او ترتيبول.

٩: د مراجعينو د مرکز(One Stop Shop) د خدمتونو  مديريت کول او کميسيون ته د ورتلونکو ثبت او راجسټر، د نوموړو لاس لاندې برخو ته لارښوونه او يادو مراجعينو ته غوره او ګټور خدمتونه برابرول.

١٠: ملي شوراګانو ته د کميسيون د لارښود پلاوي د وربللو په وخت له ولسي جرګې او مشرانو جرګې سره اړيکې او همغږي ټينګول.

١١: د لارښودې ادارې د خبرونې لپاره د اړونده آمريت له کړنو څخه مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى رپوټ وړاندې کول.

١٢: د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو د ښه والي په موخه ارزول، د انګېزې رامنځته کول، د کار اغېزمنتوب او پياوړي کول، د روزنیزو اړتیاوو د پېژندنې په اساس د لوړتياوو لوړول.

١٣: د ترسره شوو کارونو پر وخت د مسلکي زده کړو، ورکشاپونو، سيمينارونو او غوره ښوونيزو زده کړو له لارې پراختيا ورکول.

١٤: له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د ورکړل شوو دندو ترسره کول.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د ګومارنې شرايط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

 

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: حقوق او سياسي علوم، ژورنالېزم، اړيکې، ادبيات، ټولنپوهنه، حکومتولي او عامه ادارې او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

دریافت فورم درخواستی