د تشکيلاتو د څېړنې او کتنې امر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د تشکيلاتو د څېړنې او کتنې امر ۳ د ملکي خدمتونو د تشکيلاتو اصلاح رياست ۱ ۱۲/۱۲/۱۳۹۷ ۲۵/۱۲/۱۳۹۷

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۲/۱۲/۱۳۹۷) نه تر (۲۵/۱۲/۱۳۹۷) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز مالومات:

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د تشکيلاتو د څېړنې او کتنې امر
بست: ٣
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: د کورني تفتش رياست
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ١
رپوټ ورکول: د ملکي خدمتونو د تشکيلاتو اصلاح ريس ته
رپوټ اخيستل: لاس لاندې کارکوونکي(د تشکيلاتي جوړښت په اساس)
د بياکتنې نېټه: ٢٦/٨/١٣٩٧

………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: د ادارې د سټراټيژيکو موخو او د ملکي خدمتونو د تقنيني اسنادو په اساس د تشکيلاتو له څېړنې او کتنې مديريت او څارنه کول.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د رياست د پلان او د سټراټيژيکو موخو د لاسته راوړلو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان جوړول او ترتيبول.
  2. د ملکي خدمتونو ادارو د تشکيلاتي جوړښتونو په معيار برابرولو لپاره د ميکانيزمونو او پاليسيو له پلي کولو څارنه.
  3. د ملکي خدمتونو د ادارو د سټراټيژيو، د تقنيني اسنادو او د ادرو موخو لوستنه او څېړنه او د تشکيلاتي جوړښت او د ادارو له دندو، چې په همغه اساس جوړ او مراحل يې بشپړ کړي دي؛ ډاډ تر لاسه کول.
  4. د اړونده تقنيني اسنادو او تشکيلاتي شمېر په نظر کې نيولو سره د وزارتونو او ملکي ادارو د قانوني مراحلو له بشپړولو څارنه او مديريت کول.
  5. په دنده کې ګډوالى، پټې بېکارۍ او د وزارتونو او دولتي ادارو د بشپړ تشکيلاتي جوړښت راوستو لپاره بديلې طرحې او وړ حللارې پيدا کول.
  6. د وزارتونو او ادارو لپاره د ټاکل شوو تشکيلاتي جوړښتونو له راپيدا کولو او د تشکيلاتو مخکې له کتلو او څېړلو ډاډ تر لاسه کول.
  7. د زده کړيزې څانګې او کاري تجربې په اساس هر بست د کاري تخصص، د دندو تشخيصول، ځانګړي کول او ښو جلا کولو لپاره ګټور ميکانيزم رايستل.
  8. د وزارتونو او دولتي ادارو د ملکي خدمتونو ګډ تشکيل د بستونو د دندو لايحې د ښه معيار جوړولو په خاطر له کتلو او څېړلو څخه يې څارنه کول.
  9. د نوي سيسټم له لارې د مالوماتو راټولو او د تشکيلاتي جوړښتونو او د دندو د معياري کولو په خاطر څېړنه او کتنه.
  10. د ملکي خدمتونو له ټولو ادارو سره د تشکيلاتي جوړښتونو د بشپړولو له پړاوونو او د دندو لايحو د بياکتلو او ترتيبولو په خاطر اړيکې او همغږي ټينګول.
  11. د لاس لاندې کارکوونکو، د اجرااتو د ښه والي انګېزه، د ښه توب زيادښت او د کار برابرولو، د زده کړيزو اړتياوو ټاکلو د وړتيا لوړولو ارزونه کول.
  12. د ترسره شوو کارونو پر وخت د مسلکي زده کړو، ورکشاپونو، سيمينارونو او غوره ښوونيزو زده کړو له لارې پراختيا ورکول.
  13. د امريت له فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه ترتيبول او د اړتيا په وخت يې اړونده ريس ته وړاندې کول.
  14. د ټولو هغو دندو، چې د مقاماتو له لوري د قانون، مقرريو، موخو او د کميسيون له پاليسيو سره سم ورته سپارل کېږي؛ تر سره کول.

————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

  1. لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: عامه ادارې، عامه پاليسي، بشري سرچينو مديريت، دولتي مديريت، د تجارت ادارې، اقتصاد، عمومي مديريت، حقوق او سياسي علوم، حکومتولي، ټولنپوهنه او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
  2. لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې(ليکلو او ويلو) سره بلديتا.
  4. د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم