د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د تغییر پروژه سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.
د غوښتنې پر مهال د یاد بست شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.
|
مشخصات بست:
د دندې سرلیک: د تشکیلاتو شننې، پلټنې او بیا کتنې آمر
بســــت: دریم
وزارت/اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون
د بست ځای: کابل
د بست شمېر: (۱)
اړونده څانګه: د ملکي خدمتونو تشکیلاتو د اصلاح ریاست – د ملکي خدمتونو ادارې لوی ریاست
راپور ورکول : د ملکی خدمتونود تشکیلاتو اصلاح رئیس
راپور اخیستل: د تشکیلاتو شننې، پلټنې او بیا کتنې کارپوه، د تشکیلاتو شننې، پلټنې او بیا کتنې کارپوه، د تشکیلاتو شننې، پلټنې او بیا کتنې کارپوه، د تشکیلاتو شننې، پلټنې او بیا کتنې کارپوه،
اندازه معاش: اصل معاش بست+ امتیاز پروژۀ تغییر از قدم اول ۶۳،۰۰۰٫۰۰ افغانی الی قدم پنجم ۸۹،۹۴۴ افغانی (مطابق رهنمود پرداخت امتیازات پروژۀ تغییر)
تاریخ نشروختم اعلان: ۰۲/۱۱/۱۳۹۹ الی ۱۳/۱۱/۱۳۹۹
د تغیر پروژه
د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو په موخه رامنځته شوې ده.
د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.
د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.
د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي لپاره د کال په يبل کې کلیدي دندې (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک نوی کېږي.
داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون:
د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷- فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.
…………………………………………………………………………………………………………………………………………..
د دندي موخه: د دولتي ادارو او وزارتونو استراتیژیکي موخو، تقنینی سندونو او اداري دندو سره سم، د ملکی خدمتونو تشکیلاتو له شننې او پلټنې څخه څارنه او مدیریت کول؛
…………………………………………………………………………………………………………………………………………..
د دندې واکونه اومسولیتونه:
تخصصي دندې:
- د ملکي خدمتونو ادارو استراتیژۍ، تقنیني سندونواو اداري موخو شننل او مطالعه کول؛ د دې لپاره چې ډاډ تر لاسه شي چې د اداراتو تشکیلاتي جوړښت ورسره سم طرحه او مخکې یوړل شوی دئ؛
- د ملکي خدمتونو ادارو تشکیلاتي جوړښت معیاري کولو په موخه، د تشکیلاتي پالیسیو او میکانیزمونو پلي کولو څخه څارنه کول؛
- د اړوندو تقنیني سندونو او تشکیلاتی سقف په پام کې نیولو سره، وخت سره سم د ملکي خدمتونو ادارو د تشکیلاتو قانوني مرحلو مخکې وړلو څخه څارنه او مدیریت کول؛
- د تشکیلاتي اړتیاوو پېژندل، ارزول او د دولتي ادارو تشکیلاتي تورم او وظیفوي تداخل مخنیوی کول او د اړتیاوو رفع کولو په موخه، د مناسبو طرحو، بدیلونو او لارو چارو وړاندې کول؛
- له شننې او پلټنې څخه مخکې وزارتونو او ادارو ته د ټاکل شوي تشکیلاتي سقف رسیدو څخه ډاډ تر لاسه کول؛
- د ورته هیوادونو تشکیلاتي جوړښت مطالعه کول، د څېړنې د پایلې ارزول او د ملکي خدمتونو تشکیلاتي جوړښت اصلاح کولو لپاره ترینه ګټه اخیستل؛
- د HRMIS سیستم له لارې د تشکیلاتي مرحلو مخکې وړلو څخه څارنه او مدیریت کول؛
- ادارو او وزارتونو ته د تشکیلاتو د اصلاح په اړه د مسلکي مشورو وړاندې کول؛
- د دولتي ادارو او وزارتونو تشکیلاتو د اصلاح په برخه کې د حکمونو، فرمانونواو کابینې مصوباتو پلي کول؛
مدیریتی دندې :
- ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره، د ادارې عمومي پلان سره سم، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیبول؛
- لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول؛
- په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د ښوونیزو اړتیاوو تعینولو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
- د ادارې مشرتابه او واک لرونکو چارواکو ته د خبرتیا ورکولو په موخه، د اړونده څانګې کړنو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول؛
- د ادارې موخو، قوانینو او مقرراآتو سره سم د ټولو اړوندو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو چارواکو له خوا سپارل کېږي.
د همغږۍ دندې :
- د تشکیلاتی جوړښت پړاوونو تر سره کولو لپاره، د ملکی خدمتونو ټولو ادارو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛
- د سپارل شویو چارو مخکې وړلو لپاره، د کمیسیون اړوندو څانګو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛
————————————————————————————————————-
د ګومارنې شرایط : د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.
د زده کړې رشته: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې سند ولري: عامه اداره، د بشري سرچینو مدیریت، اداره او تجارت، اقتصاد، عامه پالیسی، لوی مدیریت، حقوق، شرعیات (فقه او قانون)، حکومتولي، اداره و مدیریت او په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري مخینه: له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه سند لرونکو ته لږ تر لږه دو کاله اړونده کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده؛
اړین مهارتونه:
- د هیواد په رسمي ژبو (پښتو ، دري ) او انګلیسی ژبه برلاسی و اوسي ؛
- د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت ولري؛
هڅونې:
- د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
- ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.
نوت: وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛
________________________________________________________________________________________________