د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورډ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د (یو بست) په شمیر دویمه رتبه بست د وړو کارکوونکو د ګمارنې لپاره رقابتي اعلان ته سپاري.
په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي خپلې درخواستي فورمې په آنلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ویبسایټ څخه د لاندې اړیکې (www.iarcsc.com ) له لارې وړاندې کړي.
د درخواست پر مهال د اړوند بست شمیره له لاندې برخې څخه کاپي او د انلاین فورمې په اړونده برخه کې یې درج کړئ.
|
||||||
د بست ځانګړتیاوې
د بست عنوان: د تصدیو او شرکتونو د مالی چارو څارنه او د اصلاحات د پلی کولو ریاست
بســــت: دویم
د بست شمیر: (۱)
وزارت/اداره: د صنعت او سوداګرۍ وزارت
اړونده څانګه: د خصوصي سکتور او صنایعو د پراختیا معینیت
ځای: کابل
ته راپور ورکونکي: د خصوصي سکتور او صنایعو د پراختیا مرستیال
راپور اخستونکی له : له تشکیل سره سم تر نفوذ لاندی کارکونکو څخه
د اعلان د نشر او پای نیټه : ۲۶ /۰۸/۱۳۹۸ تر ۰۶/۰۹/۱۳۹۸
…………………………………………………………………………………………………………………………………………
د تغییر پروژه:
د بدلون پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو په موخه رامنځته شوې ده.
د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د بدلون پروژې له عمومي موخو څخه ده.
د بدلون پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په اړه:
دصنعت او سوداګرۍ وزارت یو پالیسي جوړوونکی وزارت دی ،چې د سوداګرو لپاره اړونده اسانتیاوې رامنځته کوي او همداراز دصادراراتو دډیروالي دصنعت پراختیا په موخه کورنیو تولیداتو ته له خصوصي سکتور سره په نږدې همکارۍ ، فعالیت کوي .
دغه نهاد ،خپلو موخو ته درسیدو لپاره درې اساسي اصول تعریفوي: ۱ دسوداګرۍ دپراختیا لپاره په قوانینو ، پالیسیو او کړنلارو کې بنسټیز اصلاحات ۲ دافغانستان بدلون ، له وارداتي هیواد څخه په صادراتي هیواد ۳ دصنعت دپراختیا په موخه په صنعتي پارکونو کې ، صنعت کارانو ته دځمکې دویش اسانتیا
ددندې موخه
دوزوارت او دولتي شرکتونو دمصوبو او فرمانونو پربنسټ دمالي چاروتحلیل او داصلاحاتوتطبیق
دبست تخصصي دندې :
- دصنعت او سوداګرۍ وزارت دتصدیو او شرکتونو داصلاحي پالیسۍ ترتیب ، پراختیا ، څارنه او دهغې تطبیق.
- دتصدیو او شرکتونو دمالي له مالي چارو او دهغې له څارنې څخه ډاډترلاسه کول او دپلي کیدو په موخه یې لازم اصلاحي اقدامات .
- دصنعت او سوداګرۍ وزارت دټولو تصدیو او شرکتونو دمالي چارو دمیاشتني راپور اخیستل او دکلنیو بیلانسو نو دراپور اوداړتیا له مخې د نقدي جریانونو څخه ډاډ ترلاسه کول .
- دوزارت دټولو تصدیو او شرکتونو له بشري سرچینو څخه دمعلوماتو ترلاسه کول او له تشکیل سره سم دوزارت دټولو کارکونکو له ګمارنې څخه ډاډمنتیا
- دوزارت دټولو تصدیو او شرکتونو لپاره ، دفعالیتونودارزونې په موخه دعوایدو دسنجش ، خالص مفاد او نقدي جریانونودشاخص تعینول.
- دوزارت دهرې تصدۍ او شرکتونو لپاره دسکرتریت دنقش لوبول او دبورد دجلسو همغږي .
- دوزارت دتصدیو او شرکتونو ترمنځ داړیکو دپیاوړتیا په موخه دهمغږۍ دمیکانیزم تدوین ، ترتیب او پراختیا
- دمعلوماتي ټکنالوژۍ دریاست په مرسته ، دوزارت دتصدیو او شرکتونو دمالي او بشري سرچینو د ډیټا بیس ترتیب ، تدوین او پراختیا .
- له اړونده تګلارو سره سم دفعالیتونو دډاډمنتیا په موخه ،دوزارت دتصدیو او شرکتونو له ریسانو سره دجلسو دایرول
- دوزارت له تصدیو او شرکتونو څخه لیدنه ، او دهغوی د کړنو د څرنګوالي او خدماتو په موخه دمراجعینو دنظریاتو اخیستل .
دبست مدیریتي او اجرائیوی دندې:
- دوزارت دستراتیژیکو موخو دلاسته راوړلو لپاره دصنعت او سوداګرۍ وزارت له لیدلوري او داصلاحاتو د ستراتیژۍ سره سم د کلني راپور جوړول
- دریاست دکلني پلان پربنسټ دبودجوي اړتیاوو پیژندنه
- دوزارت دکلي موخو دپیژندنو په اړه دنویو ګمارل شویو کارکونوکودپوهیدو لپاره دمعلوماتي پروګرامونو ، په لاره اچولو څخه ډاډترلاسه کول .
- په اړونده کاري چاپیریال کې دافغانستان دملي پراختیا او دسولې دستراتیژۍ دبرنامو او همدارازدفسادپه وړاندې دملي مبارزې دستراتیژییو پلي کول .
- معلوماتو ته دلاس رسي دقانون پربنسټ ، دولتي ادارو ،مدني ټولنو ، رسنیو او هیوادوالو ته په وخت او کره معلومات وړاندې کول .
- رعایت و حصول اطمینان از تطبیق قانون اجراآت اداری، قانون منع آزار و اذیت زنان و اطفال و مقرره طرز سلوک در ساحۀ کاری مربوطه
- اړونده موخو ته دلاس رسي لپاره ، له کاري کړنو څخه حساب ورکونه او روڼتیا
- دریاست دټیټ ر تبه کارکوونکورهبري او مدیریت او دهغوی داغیزمنو کړنو څخه ډاډمنتیا .
- دکړنو دښې اغیزمنتیا په موخه دکارکوونکو له کارونو څخه څارنه ، داغیزمنتیا ډیرول ، دزده کړییزو اړتیاوو ټاکنه او دظرفیتونو لوړول
- دورکشاپونو ، سیمینارونو ، مشورو او کاري کړنو پرمهال نورو کارکوونکو ته دمهارتونو لیږدول او دهغې پراختیا.
- دربعوار،کلني کاري راپوروړاندې کول او داړتیا پروخت له نورو فعالیتونو ، پرمختګونو او داړونده ادارو له لاسته راوړنو څخه درهبرۍ خبرول
- دنورو هغودندو ترسره کول چې ، دذیصلاح مقاماتو لخوا دموخو ، قوانینو او مقرراتو سره سمې ورته سپارل کیږي .
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………….
د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):
د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره لږ تر لږه اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په ۷، ۸ او ۳۴ مادو کې ثبت او راغلي دي:
- لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: مالي مدیریت، د تجارت اداره، عامه اداره، صنعت او سوداګرۍ (Com)، اقتصاد او په نوموړو څانګو کې تردی لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
- د بست اړوند کاري تجربه (مشابه مدیریتي او د بست پوري اړوند تخصصي تجربه: مالی مدریت، د مالی چارو څیړنه او تحلیل، د تصدیو او شرکتونو اصلاحات او یا نومړوي بست پورې اړوند ددندې مسولیتونه) دیاد بست لپاره،لږ ترلږه دري کاله د لیسانس، دوه کاله د ماستری او یوکال د دوکتورا سند لرونکي لپاره کاري تجربه اړینه ده.
- د هېواد په یوه رسمي ژبو برلاسى: (پښتو او يا دري) او انګليسي ژبه
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..