د تېرو درې میاشتو په ترڅ کې ۵۰۶ شکایتونه څېړل شوي دي

د شکایتونو څېړلو بورډ د وري له درېیمې د غبرګولې ۳۱ مې پورې ۵۰۶ شکایتونه څېړلي. له دې جملې ۴۲۱ شکایتونه رد، ۶۴ تایید او ۱۲ یې ساتل شوي دي. دغه راز اووه شکایتونه د بستونو بیا اعلان او دوه نور یې د بیا ازموینې لامل شوي دي.

دغه راز، د تېرو درې میاشتو په ترڅ کې، له وزارتونو او خپلواکو ادارو څخه د شکایتونو څېړلو بورډ کې ۷۳۳ شکایتونه ثبت شوي چې ۵۷۹ شکایتونه د نه شارټ لېسټ کېدو، ۴۰ د ازموینې پایلې په اړه د نه قناعت، ۲۸ د غیرقانوني تبدیلۍ، ۲۲ د منفکۍ، ۲۰ د بست د اعلان، ۱۲ د ازموینې د نه اخیستو او ۳۲ شکایتونه د نورو مواردو په اړه وو.

د کاغذ له لارې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه، خلک خپل شکایتونه په انلاین ډول ثبتوي.