د تېرو دوه اوونیو په ترڅ کې ۱۴۱۹ تنو کمېسیون ته مراجعه کړې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د مراجعینو خدماتو مرکز کې ثبت شوې شمېرې ښيي چې د چنګاښ میاشتې دوه اوونیو کې، یو زر او ۴۱۹ تنو کمېسیون ته مراجعه کړې. له دې جملې، یو زر او ۳۰۸ تنه یې نارینه او ۱۱۳ تنه یې ښځې وې.

د کمېسیون بېلابېلې کاري برخې هره ورځ د مراجعینو ستونزې څېړي. د کمېسیون د مراجعینو خدماتو مرکز د معلوماتو له مخې، سږکال چنګاښ میاشتې لومړیو دوه اونیو کې ۳۷۷ تنو د دارالانشاء عمومي ریاست ته، ۳۰۶ تنو د ملکي خدمتونو عمومي ریاست ته، ۳۱۳ تنو تعییناتو بورډ ته، ۲۷۰ تنو د شکایتونو څېړلو بورډ ته او ۱۵۳ تنو د اداري اصلاحاتو ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مقام دفتر ته مراجعه کړې.

مراجعین چې دغه مرکز ته مراجعه کوي، د خدماتو وړاندې کوونکې هرې برخې ته چې اړتیا او ستونزه ولري، د مراجعینو خدماتو مرکز  مدیر لخوا ثبت او لارښوونه ورته کېږي.

د کمېسیون د مراجعینو خدماتو مرکز مسؤولین وايي چې ډېری مراجعه کوونکي د ولایتونو دي چې په ولایتونو کې انټرنټ او خدماتو ته د نه لاس رسي له امله، انلاین غوښتنې وړاندې کولو په برخه کې کاروونکي حساب ته د نه لاس رسي، د تعییناتو او ازموینو په اړه د شکایتونو او دغه راز د ملکي خدمتونو ذاتي چارو کارکوونکو ستونزو په اړه ، کمېسیون ته مراجعه کوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، په مرکز کې او په ولایتونو کې د کمېسیون دویمو واحدونو کې له کمپیوټر او انټرنټ څخه د وړیا کارونې زمینه برابره کړې، څو مراجعین د بست غوښتنې، کاروونکي حساب جوړولو، د ګومارنې بهیر څارلو او برېښنا لیک چک کولو او نورو اړتیاوې چې لري، ستونزې یې حل کړي.

کمېسیون د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره، د انلاین سیستمونه لکه انلاین غوښتنه، شکایتونه او څارل یې په انلاین ډول جوړ کړي دي.