د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې ۴۷۹ شکایتونه څېړل شوي

د شکایتونو څېړلو بورډ د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې ۴۷۹ شکایتونه څېړلي. له دې جملې ۴۰۸ شکایتونه رد، ۴۳ تایید او ۱۹ یې ساتل شوي دي. دغه راز، نهه نور شکایتونه د نورو مواردو په اړه وو.

په همدې توګه د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې، د شکایتونو څېړلو بورډ کې د ملکي خدمتونو ادارو څخه ۶۰۰ شکایتونه ثبت شوي چې له دې شمېر: ۴۸۱ د نه شارټ لېست کېدو، ۵۶ د ازموینې پایلې په اړه د نه قناعت، ۱۳د بست اعلان، ۱۰ د غیر قانوني تبدیلۍ، نهه د نه مقررۍ، اته د منفکۍ، پېنځه د ازموینې نه اخیستو، پېنځه د کلنۍ ارزونې په اړه د نه قناعت، څلور د کارکوونکي نا څرګند برخلیک، څلور د نه لېږد، دوه د غیر قانوني اخطار، دوه د استثنايي امتیاز (سوپرسکېل) د اعادې او یو شکایت هم د تقاعد د حقوقو په اړه دی.

د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه، شکایتونه په انلاین ډول ثبتېږي.