د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې ۶۷۴ شکایتونه څېړل شوي دي

د شکایتونو څېړلو بورډ د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې ۶۷۴ شکایتونه څېړلي دي. له دې جملې ۵۹۱ شکایتونه رد، ۶۱ شکایتونه تایید او ۱۵ نور یې ساتل شوي دي.

په همدې حال کې د شکایتونو څېړلو بورډ کې د هېواد د ملکي خدمتونو له ادارو څخه ۵۸۱ شکایتونه ثبت شوي دي: له دې جملې ۴۲۵ شکایتونه د نه شارت لېست کېدو، ۷۵ شکایتونه د ازموینې پایلې، شپږ شکایتونه ازموینې نه اخیستو، ۱۲ شکایتونه د غیر قانوني تبدیلۍ، ۱۶ شکایتونه د نه مقررۍ، اته شکایتونه د منفکۍ، اووه شکایتونه د کلنۍ ارزونې په اړه د نه قناعت، پېنځلس شکایتونه د امتیازاتو د حقوقو نه اعادې، یو شکایت د حاضرۍ لاسلیک مخنیوي، یو شکایت د نه ترانسفر، ۹ شکایتونه د بست اعلان، څلور شکایتونه د ازموینې پروسې د نه شفافیت او دوه شکایتونه د ازموینې پایلې د نه ابلاغ په اړه وو.

دغه راز، د شکایتونو څېړلو بورډ، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې په ښه توګه د شکایتونو د څېړلو او شفافیت تامین په برخه کې د رسېدنې لپاره، د مسلکي پوښتنو د څېړلو لپاره، څلور دوسیې اهل خبره ته سپارلې دي.