د جنسي محاسبې امر

داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې بیا اعلان د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د جنسي محاسبې امر ۳ د مالی او اداری ریاست ۱ بیا اعلان

۲۶/۹/۱۳۹۷

۴/۱۰/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲۶/۹/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۴\۱۰\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو د دندې مسؤليتونه

 

د بست ټولييز مالومات

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د جنسي محاسبې امر.
بست: (۳)
وزارت/یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده اداره:

بست ځاى:

مالي و اداري رياست، د دارالانشاء لوى رياست.

کابل

د بست شمېره: (۱)
رپوټ ورکول: مالي او اداري رياست ته.
رپوټ اخيستل: نه لري.
نېټه: ۱۳۹۷/۳/۱۶٫

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه:

د ادارې د کارکوونکو ذمه واري او د ډيپوګانو د جنسونو مديريت او څارل، د تقنني اسنادو له احکامو سره سم د جنسي محاسبې د کارونو ترتيبول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

دندې او مسؤليتونه:

١: د ادارې له ستراتيژيک پلان او موخې سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.

٢: د جنسونو وېش او په ډيپوګانو کې د محاسبيي ژورنالونو ثبت، مديريت او څارل.

٣: په تحويلخونو کې له ثبت شوو کارتونو سره د جنسونو د موجودۍ مديريت او څارل او د جنسونو په نوملړ کې شاملولو او په کمپيوټر کې د دقيق کوډ جوړول او څارل.

٤: د کال په وروستيو کې د ملکيتي جنسونو د پلي کولو موجودي او ثبتول او د دوره يي کارتونو د ثبت پروسې د پلي کولو مديريت او څارل.

٥: د قوانينو او مقرراتو د پليتوب په رڼا کې د جنسونو د تشريح کولو د پروسې مديريت او څارل.

٦: په هره برخه کې د معتمدينو د فاضلاياتو او باقياتو له حساب څخه ډاډ حاصلول او د جنسي محاسبې د ښوونپاڼې په اساس د فاضلاياتو او باقياتو د پروسې پلي کول.

٧: د کال په وروستيو کې د موسمونو د بدلېدو په اساس د جنسونو د خرابېدو مخنيوى او د ډيپو ساتنې مقرراتو د پلي کولو څارل.

٨: د رسېدلو راپورونو له ترتيب، د ټکټونو له وېش، له لګښتي فورمو، د بيا سپارنې او له ټولو اړونده فورمو څخه ډاډ حاصلول.

٩: د هېواد د پلي شوو قوانينو او مقرراتو په اساس د کال په وروستيو کې د ډيپوګانو دننه جنسونه کتل او ترې ډاډ حاصلول.

١٠: د معتمدينو د تضمين په اساس د جنسونو د جمع او قيد په پام کې نيولو سره د اړتيا په وخت کې بيا کتنه.

١١: له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونه لارښودې ادارې ته وړاندې کول.

١٢: د لاس لاندې مامورینو د فعالیتونو او ترسره شوو کارونو د ګټورتوب او اغېزمنتوب په موخه د هغوى څارل او ورته غوره ښوونيزې زده کړې برابرول او وړتياوې يې لوړول.

١٣: ترسره شوو کارونو پر وخت د مسلکي زده کړو، ورکشاپونو، سيمينارونو او غوره ښوونيزو زده کړو له لارې پراختيا ورکول.

١٤: له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د ورکړل شوو دندو ترسره کول.

………………………………………………………………………………………………………………………………………………

 

زده کړې او تجربې:

١: لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادې کې ثبت او راغلي دي:

٢: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: اقتصاد، اداره او تجارت، حسابی او مالی مدیریت، عامه اداره، حقوق او علوم سیاسی، عمومی مدیریت، احصائیه او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٣: لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه تجربه.

٤: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: پښتو؛ يا دري او له انګليسي ژبې سره بلديتا.

٥: دندې پورې اړوند په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

دریافت فورم درخواستی