د حج پروسې د ناظمانو او ښوونکو بستونو د ازموینې نهايي پایلې اعلام شوې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ویبپاڼې له لارې د حج پروسې د ناظمانو او ښوونکو ۵۰۰ بستونو د ازموینې پایلې اعلام شوې.
د دغو بستونو لپاره ازموینې دوه میاشتې مخکې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون تر څار لاندې د ارشاد حج اوقافو وزارت لخوا ترسره شوې، خو وروستۍ رخصتۍ د دې لامل شوې څو د ارزونې پروسه او د پایلو اعلام کې ځنډ رامنځ ته شي.
د حج پروسې د ناظمانو او ښوونکو بستونو په ازموینو کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه نږدې اووه زره تنو داوطلبانو برخه اخیستې وه.
د ازموینې پایلې ترلاسه کولو لپاره لاندې لېنک کېکاږۍ:

http://lowgrade.iarcsc.com/teachers/imams/result
د پایلو لیدل، د لټون برخه کې د نوم، پلار نوم او نیکه نوم لیکلو له لارې شوني دي.