د حقوق لوی ریاست

د ملکي خدمتونو ټاکنې بورد د عدلیه وزارت  لومړی رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولېږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د حقوق لوی ریاست ۰۰۲۰

د بست ځانګړنه:

د بست سرلیک :                 د حقوق لوی ریاست

وزارت/اداره :                        د عدلیه وزارت

بست :                             لومړی

د بست شمېر:                     (۱)

د بست ځای:                      کابل

اړونده څانګه:                      حقوق مرکز

راپور ورکول:                         مسلکی  معیین

راپور اخیستل :                     لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د خبرتیا د پیل او پای نېټه:       ۲۶-۱۰-۱۳۹۸ تر ۰۷-۱۱-۱۳۹۸

……………………………………………………………………………………………………………………………………………

 

د دندې موخه: د قوانینو او مقرراتو پلي کولو او عدالت ټینګولو په موخه: د حکمي او حقيقي وګړوحقونو ورکولو اړوندو چارو مشري او مدیریت کول.

………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې واکونه او مسولیتونه:

د بست تخصصي دندې:

  1. پلان شویو موخو ته د رسیدو لپاره، مرکز کې لاس لاندې واحدونو له کړنو څخه مشري او څارنه کول.
  2. په اړونده مسایلو کې د ابهاماتو له منخه وړلو په موخه، نافذه قوانینو سره سم، حقوقي ادارو څخه د واصله استهداداتو ځوابولو بهیر څخه مشري او څارنه کول.
  3. د هغوي د حقونو ورکولو په موخه، د دوه اړخیزو خواوو نه قناعت کولو په صورت کې، محکمې ته د املاکي حقونو، سوداګریز دیون او کورنیو شخړو بیرته استولو(ارجاع) څخه څارنه او مدیریت کول.
  4. د قوانینو او حکمونو پلي کولو او روڼتیا ټینګولو په موخه، د لاس لاندې حقوقي ادارو د کړنو طریقو څخه شکایتونو ته رسېدنه.
  5. مرکز او ولایاتو کې د حقوقي ادارو له خوا وړاندې شویو خدمتونو کې د ښه والي په موخه، د نافذه قوانینو، مقرراتو سره سم، د پالیسۍ او استراتېژیو ترتیبول.
  6. په وخت د پریکړو پلي کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، د اړتیا په صورت کې د حقوقي ادارو مرکزي، دویمي او دریمي  واحدونوکې  د سوداګرۍ او مدني موضوعاتو د محکمو قطعي او نهايي پریکړو پلي کولو پروسې  څخه څارنه او مدیریت کول.
  7. د مطرح شویو مسايلو په اړه د پریکړو نیولو لپاره، د رهبرۍ وزارت او نورو اړونده ناستو کې ګډون کول.

د بست اجرائیوي او مدیریتي دندې:

  1. د وزارت استراتېژي موخو تر لاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم، د میاشتني، دري میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول او چمتو کول.
  2. د اړونده ریاست او ادارې کلني پلان پر بنسټ، د بودیحوي اړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو برنامو تر سره کول.
  4. مالوماتو ته د لاس رسۍ قانون او اړونده ادارې د پالیسو په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو مشري او وړاندې کول.
  5. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  7. د اړونده ریاست کلني پلان پر بنسټ، د بودیحوي اړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  8. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  9. د اړونده څانګې فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، مشرتابه ته د خبرورکولو په موخه، میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت راپورنو وړاندې کول.
  10. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د بست د همغږي دندې:

  1. د محکمو قطعي او نهايي پریکړو پلي کولو کې د آسانتیا لپاره، د عدلیه وزارت، سکتوري نهادونو، او نورو اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او اړیکو ټیګول.

———————————————————————————————————————————–

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشته: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: حقوق او سیاسۍ علوم، شرعیات، (فقه اوقانون) او یا نورو اړوندو برخو کې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

 

اړونده کاري مخینه ( د حقوقي یا قضايي چارو په برخه کې  ورته مدیریتي او تخصصي دندې او یا هم په یاد بست کې، د موخو  دندو، واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده مخینو درلودل ) د لسانس لپاره څلور کاله، ماسټر لپاره درې کاله او دوکتورا لپاره دوه کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده .

  1. د مدیریتي اویا هم تخصصي په برخه کې تر یو کال کم تجربه لرونکي،  په یاد بست کې د  شارټ لیست وړ نه ګڼل کېږي.
  2. په یادو برخو کې مدیریتي یا تخصصي پنځه کاله.
  3. د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو او دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  4. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛
  5. یادونه: په شرایطو برابر معلول وګړي کولی شي یاد بست لپاره نوم لیکنه وکړي

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود