د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.
د غوښتنې پر مهال د یاد بست شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.
|
مشخصات بست:
د دندې سرلیک: د حواله جاتو عمومي مدیریت
بســــت: څلورم
وزارت/اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون
د بست ځای: کابل
د بست شمېر: (۱)
اړونده څانګه: مالي او حسابي ریاست – د دارالانشا عمومي ریاست
راپور ورکول : مالي امر
راپور اخیستل: لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم )
تاریخ نشروختم اعلان: ۱۱/۰۹/۱۳۹۹ الی ۱۸/۰۹/۱۳۹۹
د دندې موخه:اړوند نافذه قوانینو ته په پام، د عادي او پراختیایي بودیجې د برخې د ورکړې او حسابي سندونو د حواله جاتو د اجرا مدیریت
…………………………………………………………………………………………………………………………………
واکونه او مسولیتونه:
تخصصي دندې:
- د مصارفاتي سندونو سنجش او محاسبه او د چارو د غوره ترسره کولو په موخه، له م۳ او م۷ فورمو سره د سندونو تطبیق.
- د فرمایشاتو بېلونو د ارقامو او د پېر نورو سندونو کنټرول او محاسبه.
- د مخکې حوالې لپاره د م ۱۰ فورمونو ترتیب او د اړوند امر په وړاندیز د عادي او پراختیایي بودیجې تحویلي.
- د عادي او پراختیایي بودیجې د برخې لپاره د م ۱۰، م ۷ او ف س ۱۰ فورمونو له مخې د م۱۶ فورمونو ترتیب او د هغوی د چارو بشپړول.
- اوانسي دفتر کې د مخکې حوالو او م ۱۰ فورمونو ثبت او معامله.
- له مالي سیسټم سره تطبیقات او م۲۰ دفتر کې د حوالو ثبتول
- د سندونو سنجش، محاسبه او تطبیق او د محسوبینو د م ۱۲ فورمونو چمتو کول.
- م ۱۰ دفتر او نورو اړوندو دفترونو کې د شمېرل شویو حوالو ثبت.
- دولتي مراجعو، ادارو او د انفرادي اشخاصو د باقیاتو حصول او تعقیب.
- سنجش، محاسبه او د عادي او پراختیایي بودیجې په برخه کې د مالیاتي وجایبو حالت ته په پام د قراردادیانو د حوالو اجرا کول.
- د مالیې وزارت د تادیاتو څانګې څخه د عادي او پراختیایي بودیجې د مصارفاتي حوالو تعقیب.
مدیریتي دندې:
- د اړوند امریت له پلان سره په مطابقت کې د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان طرحه او چمتو کول.
- د غوره چارو ترسره کولو، د موثریت لوړوالي، د زده کړه ییزو اړتیاوو تعینول او د هغوی د ظرفیت لوړونې په موخه، تر لاس لاندې کارکوونکو ارزونه.
اړوندو چارواکو ته د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، ربعوار، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپور وړاندې کول.
- د نورو چارو ترسره کول چې د چارواکو له خوا د قانون، مقررو او د ادارې د موخو مطابق سپارل کېږي.
د همغږۍ دندې:
- د سپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه، له نورو اړوندو برخو سره اړیکې او همغږي کول.
————————————————————————————————————–
د ګومارنې شرطونه ( د زده کړو کچه او کاري تجربه)
د دندې دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ۷ او۳۴ موادو ته په پام، په لږ تر لږه شرطونو او لاندې معیارونو سره چمتو شوې ده.
- زده کړې: په دې څانګو په یوې هغې کې د لېسانس سند درلودل: عامه اداره، اقتصاد، مالي او حسابي مدیریت، سوداګرۍ اداره،عامه پالیسۍ، د پروژې مدیریت، عمومي مدیریت، او له ملي او نړیوالو موسسو څخه د CA,ACCA څانګو کې د لوړو زده کړو سند درلودل. پورتنیو څانګو کې د لوړې کچې سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
- کاري تجربه: د لېسانس سند درلودونکي لپاره په اړوند برخه کې لږ تر لږه یو کال تجربه
د اړتیا وړ مهارتونه:
د هېواد پر یوې ژبې (پښتو یا دري) او انګلیسي لاسبری وي
له دندې سره اړوند د کمپیوټري مهارتونه زده کړه
د هڅونې موارد:
۱ . د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم او څلورمو بستونو لپاره (۵) او لومړي او دویمو بستونو لپاره (۳) امتیازې نومرې، په هغه صورت کې چې د شخص معلولیت په اداره کې د چارو ترسره کېدو مخنیوی ونه وکړي
۲ . د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې
_______________________________________________________________________________________________