د خوست ولایت د کوچیانو چارو د انسجام ریاست

د ملکی خدمتونو تعییناتو بورډ د کوچیانو چارو د انسجام عمومي ریاست دویمه رتبه (۱بست) د وړ کارکوونکو د ګومارنې په موخه، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

وړغوښتونکي کولی شي چې، خپل غوښتنلیکونه په انلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وېبپاڼې (www.iarcsc.com) له لارې راواستوئ.

د غوښتنې پرمهال د خوښې وړ بست د کوډ شمېره، له لاندې جدول څخه کاپي کړئ او اړوند فورم کې یې ځای پر ځای کړئ.

 

 

شمېره د بست سرلیک د بست شمېره
۱ د خوست ولایت د کوچیانو چارو د انسجام ریاست ۰۰۹۳
 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:              د خوست ولایت د کوچیانو چارو د انسجام ریاست

بســــت:                        دویم

وزارت/اداره:                    د کوچیانو چارو د انسجام عمومي ریاست

د پسټ شمېر:                 (۱)

موقعیـــت :                      خوست

راپور ورکونه   :                   مسلکي مرستیال

راپور اخېستنه:                   تر لاس لاندې کارکوونکي (د تشکیلاتي جوړښت مطابق)

د اعلان د خپرېدو د پیل او پای نېټه:     ۱۷/۱۲/۱۳۹۸ تر ۲۷/۱۲/۱۳۹۸

…………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه:

د اړوندو چارو او د شورا ګانو د رامنځته کولو اداره، تنظیم او کنټرول، د پنا ځای چمتو کول، د اقتصادي خدمتونو وړاندې کول، د مالدارۍ او څړ ځایونه پیاوړتیا او د اړوند ولایت له سپین ږیرو سره د کوچیانو د ژوندانه د ښه والي په موخه غونډې جوړول.

………………………………………………………………………………………………………………….

واکونه او مسئولیتونه:

  • د بست تخصصي دندې:
  1. د کوچیانو چارو د انسجام عمومي ریاست د پالیسي ګانو پلې کول، د کوچیانو ستونزو ته د رسېدو په موخه، د اړوند ولایت د ولسوالیو او سیمو په کچه د سیمه ییزو شوراګانو رامنځته کول او څارنه.
  2. د ریاست د اړتیا وړ بودیجې د طرحې جوړول او د عادي او پراختیایي لګښتونو په موخه یې د لګښت څخه څارنه.
  3. د کوچیانو د حقوقو، اقتصادي حالت، پوهنې، روغتیا او نورو برخو ارزونه او رامنځته کېدونکو ننګونو ته د رسېدو په موخه، له سکتوري ادارو سره همغږي کول.
  4. د اړوند ولایت د ولسوالیو کوچیانو لپاره د سیمنارونو، ورکشاپونو له لارې د روغیتا، پوهنې اقتصاد او د کوچیانو ټولنیز جنسیت مساوي حقوقو او زده کړې په موخه د مرستو جلبول.
  5. د ټولنیز عدالت پر بنسټ د هنر او ملي ادبیاتو د پراختیا په موخه د هنري او ادبي مرکزونه د رامنځته کولو طرحې جوړل او پیاوړتیا.
  6. د څړځایونو د پیاوړتیا، ساتنې او پراختیا په موخه د طرحو وړاندې کول او له څړځایونو څخه د کوچیانو قشر د قانوني ګټې اخېستنې په موخه د خنډونو لرې کول.

 

  • د بست مدیریتي او اجراییوي دندې:
  1. د وزارت ستراتېژیکو موخو تر لاسه کولو لپاره د عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتو کول.
  2. درملو او نورو مصونو او کیفیت لرونکو روغتیایي محصولاتو ته د خلکو د اسانه لاسرسي په موخه، تر مارکېټ مخکې خدمتونو اړوند د قوانینو، مقررو او طرزالعملونو د پلې کېدو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  3. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې، اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو او د وړتیا لوړولو په موخه، تر لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  4. د ښه کار کولو په موخه د انګېزې رامنځته کولو، زده کړې ته د اړتیا مالومولو او ظرفیت لوړونې په موخه، ترلاس لاندې کارکوونکو ارزونه.
  5. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو او پروګرامونو تر سره کول.
  6. د اړوندې ادارې پالیسي ګانو او مالوماتو ته د لاسرسۍ قانون په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هېواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو وړاندې کولو مشري کول.
  7. کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې د مخنیوي قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  8. د اړوندې څانګې د فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، مشرتابه ته د خبر ورکولو په موخه د میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپور وړاندې کول.
  9. د ادارې د موخو، قوانینو او مقرراتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د چارواکو له خوا سپارل کېږي.

 

  • د بست د همغږۍ دندې:
  1. ۱۶٫ د ولایت په کچه د مالدارۍ، سکان، محصولاتو او څړځایونوپه موخه له موسسو اوخصوصي او دولتي سکتوري څخه د کمکونو جلبول.
  2. د کاري پلان سره سم، په وخت سره د چارو ترسره کولو په موخه ډاډ تر لاسه کول
  3. د سپارل شویو چارو د غوره ترسره کولو په موخه، له امرینو او تر لاس لاندې کارکوونکو سره د همغږۍ او اړیکو جوړول
  4. د ادارې د موخو څخه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره، له اړوندو او نورو برخو سره همغږي کول.

 

—————————————————————————————————————

د ګومارنې شرطونه ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو ته پام، لږ تر لږه د لاندې شرطونو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

 

  1. زده کړې: لږ تر لږه د لېسانس سند درلودونکی وي او له ملي او نړیوالو موسوو څخه د لوړې کچې سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي

۲٫کاري تجربه: لږ تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله او دوکتورا لپاره یو کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده.

  1. مهارت های لازم: تسلط به یکی از لسان های رسمی (دری یا پشتو) و آشنایی (تحریر و تکلم) به لسان انگلیسی، توانایی رهبری و کنترول اداره و مهارتهای کامپیوتر در برنامه های مرتبط به وظیفه؛

د اړتیا وړ مهارتونه

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبه برلاسی وي.
  2. د مشرۍ او د ادارې د کنټرول وړتیا ولري او د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو سره بلد وي.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود