د دارالانشاء عمومي رياست

معرفي

د دارالانشا عمومي ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مهمو برخو څخه دی چې  د کمېسیون د مشرتابه غونډو تنظیم، د اجرايي چارو پرمخ بېولو او حمایتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي. د ارلاانشاء  سره له دې چې د اصلاحاتو د پروسې په برخه کې د کمېسیون ریاست سره مرسته کوي، د کمېسیون لاسته راوړنو او پایلو په اړه د اصلاحاتو شریکانو ته راپور ورکوي او د ملکي خدمتونو د اصلاحاتو د تطبیق  او مرستو را جلبولو لپاره له نړیوال بانک او نورو تمویلوونکو سره نږدې اړیکې پالي.

دارالانشاء  د ملکي خدمتونو په ادارو کې د عامه ادارې د اصلاح ستراتيژي د پلي کولو بهیر، د کمېسیون پروګرامونو او فعالیتونو د همغږي کولو، د کمېسیون د داخلي پروګرامونو او د ملي او نړیوالو شریکانو ترمنځ د همغږۍ له رامنځ ته کولو څارنه کوي.

دارالانشاء د وزارتونو او ادارو اصلاحي فعالیتونه، پروژې او پروګرامونه څېړلي او په اجرااتو کې یې د تداخل د مخنیوي، د پروګرامونو له نه پلي کولو، د اصلاحاتو د پلي کولو په بهیر کې د احتمالي منازعاتو او نورو هغو مسایلو په اړه چې په یو ډول نه یوډول د پروګرامونو د عملي کولو د پرمختګ پروړاندې خنډ شوي، د کمېسیون رییس ته لازمې مشورې وړاندې کوي. د اصلاحاتو د بهیر په اړه پوهاوی  او د ملکي خدمتونو له کارکوونکو او شریکانو سره د اصلاحاتو پروړاندې د ننګونو او لاسته راوړنو شریکول، د دارالانشاء یو له مهمو دندو څخه دي.

د دارلانشاء عمومي ریاست کې ، د اجراییه او انسجام چارو، د اصلاحاتو له پلي کولو د څار، مالي او اداري، د بشري سرچینو، د ولایتونود همغږۍ او اړیکو چارو ریاستونه او د تدارکاتو امریت پکې شامل دي.

یاد ریاستونه د معینو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوي او هر یو یې کورني او بهرني مراجعین لري. په خدمتونو کې یې، د کلني پلان جوړول، د درې میاشتني کاري اجرااتو په اړه راپور ورکول، د پروپوزلونو او اصلاحي پروژو څېړنه او ارزونه، د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمانونو او احکامو د عملي کولو، د کابینې او د وزیرانو شورا د مصوبو،  د کمېسیون  د مشرتابه پلاوي د مصوبو په اړه راپور جوړول، د دارالانشاء د اجرايي چارو انسجام، له ۹۰ او ۹۵ کودونو څخه د استثنايي امتیازاتو او نویو رتبو د تخصیصاتو لېږد، د عامه ادارې اصلاح، د کمېسیون د مراجعینو د لیدنو او مراسلاتو تنظیم، په وزارتونو کې د اصلاحاتو پلي کولو له څرنګوالي څارنه، د مامورینو د اجرااتو ارزونه، د پروګرام له مخې د بودیجې طرحه او جوړول، د کار کوونکو د میاشتنیو تنخواګانو اجراء کول، د (IT) ټکنالوژۍ د خدمتونو وړاندې کول، د ترانسپورت چمتوکول، د کمېسیون د شتمنۍ ساتنه او پالنه، ګومارنه، د ظرفیت لوړول، د کارکوونکو کاري خوندیتوب او د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته د اصلاحاتو د پیغام رسول پکې شامل دي.