د دریم، ځلورم او پنځم  بستونو د درخواستي فورمې د بشپړولو لپاره لارښود:

د درخواستي فورمې د بشپړولو لپاره دې http://lowgrade.iarcsc.com/ ویبسایټ ته مراجعه وکړې، د دې مخصوصې فورمې د ډکولو څخه وروسته، خپله د درخواستي فورمه ولیږئ.

له محترمو نوماندانو څخه هیله کیږي چې لاندې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي:

  1. د درخواست د لیږد نیټه
  • درخواست یواځې د هغه بست لپاره لیږل کیدای شي چې د اعلان په جریان کې وي، پام ولرئ چې کله د اعلان نیټه پای ته ورسیږي، سیسټم ستاسو درخواست نه مني.
  1. تحصیلی اسناد:
  • دولتي تحصیلي اسناد باید د لوړو زده کړو د محترم وزارت تائیدي ولري؛
  • د خصوصي موسساتو تحصیلي اسناد باید د سرټیفیکیټ په ډول چې د لوړو زده کړو وزارت تائید کړی وي او یا مکتوب وي چې د خصوصي تحصیلي موسساتو د ریاست لخوا ورکړل شوی وي؛
  • له پولې څخه بهر تحصیلي اسناد (خارج مرز) اسناد سربیره پر دې چې د هیواد د سیاسي استازي او د بهرنیو چارو محترم وزارت لخوا تائید شوي وی باید در لوړو زده کړو لخوا هم ارزول شوي وي، نو دا د ارزونې مکتوب باید له فورمې سره مل وي.
  • هغه تحصیلي اسناد (داخلي او له پولې بهر) چې د ‍۱۳۷۱ څخه تر ۱۳۸۱ کلونو تر مینځ اخستل شوي وي، د لوړو زده کړو د وزارت لخوا بیا ځلي ارزونې ته اړتیا لري.

  1. د کاري تجربې اسناد
    • د دولتي کاري تجربې اسناد:
  • که چیرې د دولت دایمي کار کوونکي یاست، اړتیا ده چې ستاسو خلص سوانح نوی وي او یا ډیر تر ډیره د بست د اعلان څخه شپږ میاشتې مخکې صادره شوي او د اولي واحد (د وزارت/ ادارې د بشري سرچینو ریاست) تائید له ځانه سره ولري.
  • که چیرې مو په قراردادي ډول کار کړی وي، اړتیا ده چې په دندې پورې اړوند او مهم قرارداد خطونه مو وړاندې کړئ.

  • د غیر دولتي کاري تجربې اسناد:
  • د ټولو قرارداد خطونو لرل او په دندې پورې د اړوندو او مهمو قراردادونو وړاندې کول اړین دي؛
  • قراردادونه او غیر دولتي بنیاد باید د یوې دولتي ذیصلاح ادارې لخوا تائید شوی وي؛
  • د کار د قانون د ۶۲ مادې په اساس د قراردادي کارکوونکي معاش د دولتي کار کوونکي له معاش څخه باید لږ نه وي نو له همدې کبله د مالیې ورکولو سند (TIN) ضروري دی.

  • د خارجي نړیوالو موسسو اسناد:
  • د ټولو قرارداد خطونو موجودیت ضروری دی.
  • که له هیواده مو بهر کار کړی وي، نو ستاسو اسناد باید په کوربه هیواد کې د افغانستان د سیاسي نمایندګۍ لخوا او وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا تائید شوي وي.

  • هغه اسناد چې سوځیدلي یا ورک شوي وي:
  • که چیرې ستاسو کړنې د هغې ادارې د بشري سرچینو د ریاست لخوا تائید شي، د منلو وړ دی.

 اړونده تجربه:

  • د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون د ۸ او ۳۴ مادې په اساس چې په (۹۵۱) نمبر رسمي جریده کې د ۱۳۸۷ کال د سرطان په ۱۶ نیټه خپور شوي، د مدیریتي تجربې لرل (د مدیریت رول لري او د دندو د لایحې سره سم د لاس لاندې کارکوونکو رهبري) په لومړیو او دویمو بستونو کې اړینه ده.

د لازیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسئ.

۰۷۸۱۴۸۵۴۳۶—۰۷۸۲۰۳۵۲۷۹