د دریمو او څلورمو بستونو په ازموینو کې د مرکې پړاو د لرې کولو طرحه په اصولو کې تایید شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د منځنۍ کچې اجرايي بستونو(دریمو اوڅلورمو) بستونو څخه د (تقریري ازموینې)د لرې کولو طرحه په اصولو کې تایید کړه. دغه طرحه کې یوازې هغه بستونه شاملېږي کوم چې تحریري ازموینه یې په کمپیوټري ډول ترسره کېږي.

د دریمو او څلورمو بستونو د ازموینو د مرکې پړاو د لرې کولو طرحه وروسته له هغې مطرحه شوه چې ادارو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل څو د سلګونه دریم او څلورم بستونو لپاره کمپيوټري ازموینې ترسره کړي. د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د قانون له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د دریم اوڅلورم بستونو مامورین د خپلواکو دولتي ادارو د تعییناتو کمیټو په وړاندیز او تشخیص او د وزیراو یا هم خپلواکې ادارې د رییس له منظورۍ وروسته ګومارل کېږي.

کمېسیون د ګومارنې پروسې د اسانه کولو لپاره، د روان کال په ترڅ کې د هېواد په اتو زونونو کې د کمپيوټري ازموینې اته مرکزونه جوړوي.

د دریم او څلورم بستونو له ازموینو څخه د تقریري ازموینې لرې کول، په ګومارنه کې د فساد او تبعیض د له منځه وړو، د شفافیت د ټینګښت او انساني لاسوهنې د مخنیوي په موخه وړاندیز شوي.

 د کمېسیون رییس احمد نادر نادري وویل:«د منځنۍ کچې د مدیریت بستونو ګومارل چې د وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو له خوا په مستقیم ډول ترسره کېږي، په سیمه ییزه کچه د نفوذ له امله، له لازم شفافیت څخه برخمن نه دي او د معیارونو له مخې نه ترسره کېږي. نو له دې امله کمېسیون مکلف دی څو په ګومارنه کې د بې عدالتۍ او نفوذ د مخنیوي لپاره میکانیزمونه جوړکړي.»

په پام کې ده څو په لومړي قدم کې د دغې طرحې حقوقي اړخونه وڅېړل شي او وروسته د ملکي کار کوونکو د کړنلارې له تعدیل سره تطبیق شي.

دغه طرحه لنډه مهاله ده او هغه مهال د پلي کېدو وړ ده چې دغو بستونو لپاره د منلو وړ ستندردونه برابر شي.

د کمېشنرانو بورد په غونډه کې دغه راز، د تغییر پروژې د رییس لخوا د دغې پروژې د فعالیتونو په اړه لنډ راپور وړاندې شو. د کمېشنرانو بورډ پریکړه وکړه څو د تغییر پروژې په لومړیتوبونو کې د بستونو د ګومارنې پروسه ژر پيل شي.

د تغییر پروژې د بشري سرچینو په پروګرام کې د شاملو بستونو شمېر، ۱۰۸۶ ته رسېږي. دمګړۍ دغه پروژه کې د فعاله بستونو(له سي بي ار څخه د لېږدول شویو) شمېر، ۶۶۶ بستونوته رسېږي. په دې وروستیو کې وزارتونو او خپلواکو ادارو غوښتنه کړې هغه ۴۲۰ بستونه یې چې د تغییر پروګرام تر پوښښ لاندې دي، له هغو څخه ۱۱۵ یې د ګومارنې له لومړیتوبونو څخه دي.