د درې حکومتي ادارو د لوړ رتبه بستونو  تحریري او تقریري ازموینې ترسره شوې

د کمېسیون د ازموینو په مرکز کې د درې حکومتي ادارو د لوړ رتبه بستونو لپاره څلوېښتو تنو داوطلبانو په تحریري او تقریري ازموینه کې ګډون وکړ.

تحریري او تقریري ازموینو کې لاندې بستونه شامل وو:

  • د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، د هرات ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست؛
  • د خوست ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست؛
  • د فاریاب ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست؛
  • د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست؛
  • د پنجشیر ولایت د مخابراتو ریاست؛
  • د لوګر ولایت د مخابراتو ریاست؛
  • د پروان ولایت د مخابراتو ریاست؛
  • د زابل ولایت د مخابراتو ریاست؛
  • د خوست په ولایت کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ریاست؛

او د سمنګانو په ولایت د معلوماتو او احصایې ریاست.

ازموینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د تعییناتو بورډ د کمېشنرانو او د اړوند ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې تر سره شوې.