د دندي د بیا کتنې کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د دندي د بیا کتنې کارپوه ۴ د ملکي خدمتونو د تشکیلاتو د اصلاح ریاست ۲ ۱۵/۴/۱۳۹۸ ۲۵/۴/۱۳۹۸

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۵/۴/۱۳۹۸) نېټې نه تر (۲۵\۴\۱۳۹۸) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونوبستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز مالومات:

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د دندي د بیا کتنې کارپوه
بست: ۴
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: د ملکي خدمتونو د تشکیلاتو د اصلاح ریاست
د بست ځاى: کابل    (مرکز)
د بست شمېره: ۲
رپوټ ورکول: د اصلاحاتو د برنامو د طرحو او د دندي د بیا کتني آمر
رپوټ اخيستل: نلری
د بست کوډ:  
د بياکتنې نېټه: ۱۱/۰۴/۱۳۹۸

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د وزارتونو او ملکي خدمتونو د ادارو د اړوند و تقنینی سندونو، تشکیلاتي ساختار د دندو لایحه او د کاري پروسو شننه او بررسي.

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د ریاست د عمومی پلان سره سم د میاشتني، درې میاشتني او کلني پلانونو جوړول د ادارې د ټاکل شویو موخو د رسیدو په خاطر.
  2. د میکانیزمونو پلي کول، ستراتیژیک هدفونه او اړوندو څانګو کاري استقامتونه، د ملکی خدمتونو به ادارو کې د دندو د لایحو او حجم د معیاري کولو په موخه .
  3. د ملکي خدمتونو د ادارو د استراتیژي ، د ادارو د تقنینی سندونو او هدفونو مطالعه او شننه، د ډاد ترلاسه کولو په موخه چې د ادارو د دندې لایحې له هغو سره سمې طرح او طی مراحل شوې دی.
  4. په وزارتونو او دولتي ادارو کې د دندو د تداخل او او پټو وزګاریو پیدا کول او اړوندو څانګو ته ېې د راتلونکو اقداماتو په موخه وړاندې کول.
  5. د سلسله مراتبو د کاري استقامت د اصل، د رپوټ ورکولو د سیستم او د ملکي خدمتونو د بستونو د چارو تنظیم مقررې په پام کې نیولو سره سم. د وزارتونو او دولتي ادارو د ندو د لایحو مطالعه او کتنه.
  6. اړتیا وړ اسنادو ته د ژر او پر وخت لاسرسۍ په موخه، د سندونو د منظم فایلنګ سیستم رامنځته کول او پراختیا.
  7. د ورځنیو چارو د لا ښه پر مخ بیولو په تړاو د ملکي خدمتونو د تشکیلاتو اصلاح ریاست د کارپوهانو سره ګډې هڅې کول.
  8. د وزارتونو او ادارو د منظور شوي تشکیل د لاسته راوړو څخه د وظیفوي بررسۍ او شننې څخه وړاندې، ډاډ ترلاسه کول.
  9. د دندو د لایحو د تفکیک او تشخیص په موخه د ګټور میکانیزم رامنځته کول، د تحصیلي رشتې او کاري تجربې پر بنسټ، د هر بست کاري تخصص مالومول.
  10. د ملکي خدمتونو د ټولو ادارو سره د ساختاري تشکیلونو د طی مراحلولو او د دندو د لایحو ترتیب او بیا کتنې په موخه همغږي او اړیکه نیول.
  11. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ضرورت په وخت کې، میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه لارښودېادارې ته وړاندې کول.
  12. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د نورو ورکړل شوو دندو ترسره کول.

—————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: : لږ تر لږه د زده کړې سند يې فوق بکلوریا، لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده یو کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم