د دولت په څلور دېرشمه اداره کې د ملکي کارکوونکو د معلومات ثبت بهیر پیل شو

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت څلور دېرشمه دولتي اداره ده چې پکې د بشري سر چینو د معلوماتو مدیریت په سیستم (HRMIS) کې د دغه وزارت د کارکوونکو معلوماتو د ثبت او بایو متریک بهیر پیلېږي.

وروستیو ورځو کې دغه بهیر، په ملي راډیو ټلویزیون، د اوبو او انرژۍ وزارت، د مسلکي او تخنیکي زده کړو په ادارې، صنعت او سوداګرۍ وزارت، اقتصاد وزارت، د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کې هم پيل شوی.

د کلیو د بیا رغاونې وزارت د تشکیل کچه دوه زراو ۱۲۵ بستونو ته رسېږي چې له دې جملې ۷۲۹ بستونه یې مرکزي  او یو زر او ۳۳۳ بستونه یې ولایتي دي. په دغه وزارت کې اوس یو زر او ۸۳۴ تنه کار کوي.

د کمېسیون مسؤولین، د ملکي خدمتونو په اداره کې د کار کوونکو د معلوماتو ثبت او بایو متریک بهیر مهم بولي او وايي چې د HRMIS سیستم له پلي کولو څخه چې کوم کره او موثق معلومات ترلاسه کېږي، د پالیسي ګانو په کچه له عامه ادارې سره د پریکړې نیولو په برخه کې ډېره مرسته کوي.