د روزنیز مدیریت پیاوړتیا د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ملي مرکز ریاست مسلکي پراختیا دیپارتمنت کارکوونکو لپاره ځانګړی روزنیز پروګرام

ټاکل شوې د « Education Administration for Reducing Disparities in Basic Education» تر سرلیک لاندې د جاپان هېواد غیر حضوري روزنیز پروګرام د ۱۴۰۰ کال د لړم له ۱۹ د لېندۍ تر ۱۲ د ملکي خدمتونو په انسټیټوت کې جوړ شي.

د بورسیې شرایط:

پیشنهادي برخه: نوماند باید د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ملي مرکز ریاست مسلکي پراختیا دیپارتمنت رسمي کارکوونکی وي.

لوړې زده کړې: نوماند باید د لېسانس یا معادل سند لرونکی وي؛

کاري تجربه: نوماند باید د ښوونې او روزنې (پوهنې) په برخه کې ۵ کلنه عملي تجربه ولري؛

انګلیسي ژبه: نوماند باید په انګلیسي ژبه (لوستلو، لیکلو او خبرې کولو) بشپړ بلدیت ولري؛

وړتیاوې: نوماند باید له کمپيوټري پروګرامونو د کار اخیستو وړتیا ولري؛

روغتیايي وضعیت: نوماند باید له ښه روغتیايي (فزیکي او رواني) وضعیت څخه برخمن وي. د یادونې وړ ده چې امیندواره مېندې دغو بورسونو لپاره په شرایطو برابرې نه دي؛

سن: نوماند باید ۳۰-۵۰ کلونو عمر ولري؛

د اړتیا وړ اسناد: د دندو لایحې، تابعیت تذکرې، لېسانس سند کاپي، یو قطعه عکس او د بشري سرچینو لخوا د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ته د نوماند د معرفي کولو مکتوب؛

د ترجیح وړ شرایط:

  • د یادو شرایطو د بشپړولو په صورت کې، د شهیدانو او معلولینو ورثې ته لومړیتوب ورکول کېږي؛
  • د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ښځو د ودې او جنسیتي تعادل او تساوي تامین لپاره، غوښتونکو ښځو ته د لومړیتوب حق ورکوي؛

په شرایطو برابر نوماندان کولای شي خپل اسناد د (زمري ۲۵) دوشنبې ورځې پورې د نورو پړاوونو طی کولو لپاره د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ته ولېږي.