د زده کړيزې پلان جوړونې او اړتياسنجونې کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې بیا اعلان ته سپاري:

 

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
  د زده کړيزې پلان جوړونې او اړتياسنجونې کارپوه ۴ د بشری سرچینو ریاست ۱ ۲۲/۸/۱۳۹۷ ۲۸/۸/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲۲/۸/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۲۸\۸\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

 

د ملکي خدمتونو د بستونو دندې.

 

د بست ټولييز مالومات:

د بست خبرتيا:

د دندې عنوان:

 

د زده کړيزې پلان جوړونې او اړتياسنجونې کارپوه.

بست: (۴)
وزارت يا اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون.
د بست ځاى: کابل.
د بست شمېر: (۱)
ګزارش ورکول: د ګزارشونو د توحيد آمر ته.
ګزارش اخيستل: نه لري.
د بياکتنې نېټه: ۶/۸/۱۳۹۷

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه: د کميسيون د مامورينو لپاره د اړتيا سنجولو برنامو د پلي کېدو او د زده کړيزو پلان جوړونکو برنامو د موخو په اساس لاره برابرول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، مسؤليتونه او دندې:

١. د آمريت له پلان او ټاکل شوو مخو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.

٢. د کميسيون د مامورينو لپاره د مرکز او ولاياتو په کچه د زده کړيزو اړتياپېژندنو، د پيدا شوو زده کړيزو اړتياوو د نوو تګلارو او چلندونو د ګټې اخيستنې په اساس د برنامو پلي کول.

٣. د کميسيون د مامورينو د شته او اصلي وضيعت پېژندولو لپاره، د زده کړيزو اړتياوو پېژندنو د پايلو د شننې او بېلونې په برخه کې مرسته کول.

٤. د کميسيون د مامورينو د اړتيا وړ زده کړيزو برنامو د اړتيا او لومړيتوب په اساس بېلول او پېژندل.

٥. د رياست او د کميسيون نورو برخو سره د اړونده کارکوونکو زده کړيزې اړتياوې د ارزونې په خاطر اړيکې ټينګول او همغږي.

٦. په ډيټابيس کې د زده کړيزو اړتياوو له ارزونې وروسته لاسته راغلي مالومات ثبتول.

٧. د مامورينو د زده کړيزو اړتياسنجونو د پايلو په نظر کې نيولو سره زده کړيز پلانونه جوړول او ترتيبول او د کميسيون په کلنۍ بوديجه کې له شاملولو او له پلي کېدو يې ډاډ ترلاسه کول.

٨. له هېواده بهر او دننه په زده کړيزو برنامو او زده کړيزو او ښوونيزو کورسونو کې د کارکوونکو په ورپېژندلو کې مرسته کول.

٩. په کاري سيمه(ساحه) کې د زده کړيزو برنامو د عملي تاثراتو ارزول.

١٠. اړوند آمر ته د ټوليزو ګزارشونو، د اړتياوو پېژندنو د پلي کېدو په اساس جوړول او وړاندې کول.

١١. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني ګزارشونه ترتيبول او لارښودې ادارې ته يې وړاندې کول.

١٢. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د ذيصلاح مقاماتو له خوا د قانون، مقررې په اساس او د اړونده ادارې له خوا ورسپارل کېږي.

————————————————————————————————————–

د ګومارنې شرايط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

غوښتونکي بايد لږ تر لږه د نوموړي بست، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو په شرايطو برابر او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس له: د زده کړې مديريت، عامه اداره ، د بشري سرچينو مديريت، د سوداګرۍ اداره، ښوونه او روزنه، ژبې او ادبيات، حقوق او سياسي علوم، ژورنالېزم، ټولنپوهنه، ارواپوهنه او ښوونيزو علومو څخه فارغ او په يادو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده(د ياد بست ثبت شوې موخې او د دندې مسؤليتونه) د لېسانس لپاره يو کلنه کاري تجربه.

٣: په رسمي ژبو(پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انګليسي ژبې سره بلدتيا.

٤: د دندې اړونده کمپيوټري برمانو کې پوهه لرل.

د غوښتنلیک فورم