د سازماني پراختیا کارپوه ( تخصصي وړتیاوې)

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کار اهل کار ته د سپارلو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د ترلاسه کولو او د ملکي خدمتونو لپاره د سالمې ادارې رامنځته کولو په موخه، لاندې بست د ازادۍ سیالۍ له لارې د تغییر پروژې له طریقه د وړ او تجربه لرونکو وګړو لپاره اعلان ته سپاري. وړ مینه وال کولی شي، د نوملیکنې لپاره په انلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون اړوند د لاندې وېبپاڼې له لارې نوملیکنه وکړي. (http://lowgrade.iarcsc.com/) د نوملیکنې پر مهال د اړوند بست لاندې شمېره کاپي کړئ او د انلاین فورمې په اړوند برخه کې یې ځای پر ځای کړئ.

شمېره د بست سرلیک د بست کوډ
۱ د سازماني پراختیا کارپوه ( تخصصي وړتیاوې) HR-004

 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:             د سازماني پراختیا کارپوه ( تخصصي وړتیاوې)

بســـــت:                      درېیم

وزارت/اداره:                  د ادري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون

اړوند برخه:                    د ازموینو د منځپانګې د څېړنې او تدوین ریاست

موقعیــت:                     کابل

د بست شمېر:               (۱)

راپور ورکونه:                  د ازموینو د منځپانګې د څېړنې او تدوین رییس

راپور اخېستنه:               نه یې لري

د اعلان د خپرېدو نېټه:    ۲۹/۱۱/۱۳۹۸ تر ۰۶/۱۲/۱۳۹۸

د معاش اندازه:             د بست اصلي معاش+ د تغییر پروژې امتیاز له لومړي قدم څخه ۶۳،۰۰۰ افغاني تر پنځم قدم پورې ۸۹،۹۴۴ افغانۍ ( د تغییر پروژې د لارښوود مطابق)

 

 

تغییر پرورګرام:

تغییر پروژه نېغ په نېغه د سولې چوکاټ او د افغانستان ملي پراختیا ته ځواب ویونکې ده او همدا راز د عامه ادارې او اغېزمن سیسټم جوړونې پراختیايي لومړیتوب په ګډون اود ملکي خدمتونو د تخصص پالنې، رامنځته کېدو او پیاوړتیا په موخه کار کوي.

د تغییر پروژې ټولیزه موخه د وزارتونو د ظرفیتونو پیاوړتیا او د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو د ګومارنې له لارې، د لومړیتوب لرونکو ادارو د کارکوونکو د مدیریت ښه والی او د بشري سرچینو غوره پلان جوړونه ده.

د تغییر پروژه د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د مرستو وجهي صندوق (ARTF) او د نړیوال پراختیايي انجمن(IDA) او د نړیوال بانک ګروپ له خوا تمویلېږي.

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بن د هوکړه لیک د ۵۰ مادې پر بنسټ او د ۲۳/۳/۱۳۸۱ کال موقتې ادارې د ۲۵۷ فرمان له مخې، د اداري اصلاحاتو د رهبرۍ، د پالیسۍ تنظیم او طرحه، د عامه ادارې د سمونې او د هغې له تطبیق څخه د څارنې په موخه رامنځته شو.

د دندې موخه:

ملکي خدمتونو ادارو کې د چټکې او با کیفیته رڼو ګومارنو د دودولو په موخه د برېښنایي ازموینې د منځپانګې او ملکي خدمتونو د وړتیاوو چوکاټ ښه والی او پراختیا.

 

د بست تخصصي دندې:

  1. د کار بازار قوې او ملي ستراتېژۍ وضعیت ته په پام، د ملکي خدمتونو وړتیاوو چوکاټ په اړوند د اطلاعاتو را ټولول او له کارپوهانو سره سلا او مشورې کول.
  2. د ملکي خدمتونو د وړتیاوو چوکاټ د پراختیا او ښه والي په موخه د اطلاعاتو تجزیه او شننه.
  3. د ملکي خدمتونو د وړتیاوو چوکاټ د پراختیا بهیر مدیریت.
  4. د ښه والي په موخه د ملکي خدمتونو د وړتیاوو چوکاټ ارزونه.
  5. د مرکزي چارو د تنظیم په موخه د طرزالعملونو او لارښوودونو مدیریت او د ملکي خدمتونو د بستونو د داوطلبانو لارښوونه.
  6. د کار بهیر د ښه والي په موخه د ازموینې د منځپانګې د څېړنې او تدوین کارپوهانو سره همکاري او مشوره کول.
  7. د ازموینو د منځپانګې د کیفیت ښه والي او اغېزمنتوب په موخه د داوطلبانو د نظرونو را ټولول.
  8. د برېښنايي ازموینو سیسټم د (Reliability) او(Validity)څخه ډاډ تر لاسه کول.
  9. د ملکي خدمتونو د بستونو د دندو اهمیت ته په پام، د وړتیاوو چوکاټ رامنځته کېدل، پراختیا او تطبیق او د تخصصي منځپانګې د لیکلو لارښوود.
  10. د تخصصي منځپانګې د طرحې په اړه له متخصصینو او ادارو سره د اړیکو او منظمې همغږۍ جوړولو په موخه د مېکانیزم رامنځته کول.
  11. د تخصصي وړتیاوو د منځپانګې د لیکلو بهیر مدیریت.
  12. د تخصصي وړتیاوو د منځپانګې د کمیت، څرنګوالي او محرمیت څخه ډاډ تر لاسه کول.

د بست مدیریتي او اجراییوي دندې:

 

  1. د ریاست له پلان سره په مطابقت کې د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان طرحه او چمتو کول.
  2. د فعالیتونو د پرمختیا او لاسته راوړنو څخه د ادارې د خبراوي په موخه د ربعوار، کلنې او د اړتیا په وخت کې د راپور وړاندې کول.
  3. د قوانینو او مقررو مطابق او د ادارې د موخو تر لاسه کولو په موخه د اړوند چارواکو له خوا، د نورو چارو تر سره کول.

…………………………………………………………………………………………………………………………..

  1. د ګومارنې شرطونه ( د زده کړو کچه او کاري تجربه)
  2. د دندې دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ۷ او۳۴ موادو ته په پام، په لږ تر لږه شرطونو او لاندې معیارونو سره چمتو شوې ده.
  3. له دې څانګو څخه په یوې کې د لېسانس سند لرل: اقتصاد، عامه پالیسۍ، عامه اداره/ دولتي مدیریت، سوداګرۍ اداره، حقوق او سیاسي علوم، شرعیات( فقه او قانون)، عامه اړیکې، ښه حکومتولۍ، نړیوالې اړیکې، عمومي مدیریت، بشري سرچینو مدیریت، اروا پوهنه او پیداګوژي، ټولنپوهنه، اړیکې، ادبیات او په یادو څانګو کې د لوړې کچې زده کړو لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  4. اړوند برخه کې لږ تر لږه دوه کاله تجربه
  5. د اړتیا وړ مهارتونه:
  6. د هېواد پر یوې ژبې (پښتو یا دري) او انګلیسي لاسبری وي.
  7. له دندې سره اړوند د کمپیوټري مهارتونه زده کړه.

_________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود