د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د تغییر پروژه سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.
د غوښتنې پر مهال د یاد بست شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.
|
مشخصات بست:
د دندې سرلیک: د سافټویر پراختیا کارپوه
بســــت: دریم
وزارت/اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون
د بست ځای: کابل
د بست شمېر: (۱)
اړونده څانګه: د سافټویر پراختیا آمریت
راپور ورکول : د سافټویر پراختیا آمر
راپور اخیستل: نلری
تاریخ نشروختم اعلان: ۰۸/۱۰/۱۳۹۹ الی ۱۸/۱۰/۱۳۹۹
د تغیر پروژه
د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو په موخه رامنځته شوې ده.
د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.
د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.
د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي لپاره د کال په يبل کې کلیدي دندې (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک نوی کېږي.
داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون:
د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷- فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.
د دندې موخه: د بشري سرچینو مالوماتو مدیریتي سیستم مادیولونو ته پراختیا ورکول او د (HRMIS) سافټویر(update) نوي کول او(improvement) وده کول.
…………………………………………………………………………………………………………………………………………..
د دندې واکونه او مسولیتونه:
تخصصي دندې:
- د ملکي خدتونو ادارو کاراخیستونکو اړتیاوو ته په کتو سره، د نویو سافټویرونو طرحه کول او پراختیا ورکول.
- د شته سافټویرونو ښه کارکولو خوندي ساتل او وده ورکول.
- د سافټ ویرونو پراختیا منل شویو معیارونو سره سم، د سافټ ویرونو آزمول.
- د (Optimization) سافټویرونو کار کولو او اصلاح کولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
- د اړتیا په صورت کې د شته سافټویرونو ودې او پراختیا لپاره، د اغیزمنو مشورو وړاندې کول.
- د الګورتمونو ډیزاین، فلو چارتونو (Flow Charts) په برخو کې د سافټویرونو پراختیا ټولو متخصصین سره همکاري کول.
- د اړتیا په صورت کې د بیلابیلو سافټویرونو یو ځای کول.
- د ډیبک (Debug) او شته اپګرید سافټویرونو د ستونځو رفع کول.
مدیریتي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ته رسیدو لپاره، د ریاست عمومي پلان سره سم، میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
- د اړوندو کړنو او لاسته راونو په هکله مستقیم آمر او واک لرونکو چارواکو ته، میاشتني، درې میاشتني، کلني او پروخت د راپورونو ږړاندې کول.
- د ادارې موخو، قوانینو او مقرراآتو سره سم، د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو چارواکو له خوا سپارل کېږي.
د همغږۍ دندې:
- د سپارل شویو چارو مخته وړولو لپاره، ټولو اړوندو څانګو سره د بشپرو اړیکو او همغږۍ ټینګول.
—————————————————————————————————————————
د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):
د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.
د زده کړې رشته:
- لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: کمپیوټر ساینس، مالوماتي تکنالوژي، کمپیوټري پروګرامونو، کمپیوټري علوم، پروګرام لیکنه، په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري مخینه:
له دې څانګو څخه ( مدیریت، پروګرامینګ، ایس کیو آل، د سافټویر پراختیا، سافټ ویر انجینري، اجیل پراختیا میتودولوژي، د PHP, C#, JavaScript فریم ورکونو، Angular, Vue، ژبو کوډ، جامع خبرتیا لرل ( SQL ) سکرپتینګ (Scripting) په یوې برخه کې له داخلي یا بهرنیو، ملی او بین المللي موسسو څخه لږ تر لږه دوه کاله اړونده کاري تجربه ولري.
اړین مهارتونه :
أ. د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې برلاسی واوسي.
ب. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې لکه: د ( پي ایچ پي، سي شارپ، جاوا سکریت، سي ایس ایس، پروګرامونو له ژبو سره بلدتیا او د سافټ ویر پراختیا، د الکورتم ډیزاین او پلي کول، د ډله ایزکار وړتیا درلودل. او د سافټویرونو خوندي ساتلو په برخه کې مهارت درلودل.
هڅونې:
- د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
- ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.
یادونه: وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛
________________________________________________________________________________________________