د سافټویر پراختیا کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو خبرتیاوو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د تغیر پروژې سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

 

د غوښتنې پر مهال د یاد بست شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې ځای پرځای کړئ.

 

شمېره د بست سر لیک                          د بست کوډ
۱ د سافټویر پراختیا کارپوه HR-007

 

د بست ځانګړنې :

د یست سر لیک :               د سافټویر پراختیا کارپوه

بســـــت:                          دریم

وزارت/اداره :                      د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون

اړونده څانګه :                     د ملکي خدمتونو ادارې لوی ریاست

ځای :                                کابل

د بست شمېر:                    (۱)

راپور ورکول :                        د سافټویر پراختیا آمر

راپور اخیستل :                    نلري

د خبرتیا د پیل او پای نېټه :    ۱۴/۱۲/۱۳۹۸ تر۲۵/۱۲/۱۳۹۸

 

د معاش اندازه :           اصلي معاش + د تغیر پروژې امتیاز له لومړي ګام څخه ۶۳،۰۰۰٫۰۰ افغانی تر پنځم ګامه پورې ۸۹،۹۴۴ افغانی ( د تغیر پروژې د امتیاز ورکولو لارښوود سره سم)

 

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

د تغیر پروګرام :

د تغیرپروژه نیغ په نیغه د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د بدلون پروژې عمومي موخو څخه دي.

د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) او د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

 

 

داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون:

 

د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷- فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې سیستم سمون اود پالیسۍ پلان طرح کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.

 

د دندې موخه:

د بشري سرچینو مالوماتو مدیریتي سیستم نويو مادیلونو پراختیا Development) او پروګرامینګ (Programming) خوندیتوب، او پام ساتلو کړنو په لار اچولو سره د سافټویرونو مدیریت کول. او د (HRMIS) سافټویرونو (update) نوي کول او(improvement) ښه کول.

تخصصي دندې:

  1. د ملکي خدمتونو ادارو کاراخیستونکو د اړتیا له مخې د نویو سافټ ویرونو پراختیا او طرحه کول.
  2. د شته سافټویرونو د کړنو ښه والی، مراقبت او ساتنه.
  3. د سافټویرونو پراختیا منل شویو معیارونو سره سم د سافټویرونو آزمول.
  4. د (Optimization) سافټویرونو ښه والي او کړنو څځه ډاډمن کېدل
  5. د اړتیا په صورت کې د شته سافټویرونو ښه والي او پراختیا لپاره، د اغیزمنو وړاندیزونو وړاندې کول.
  6. د الګورتمونو او فلوچارتونو (Flow Charts) د ډیزاین په برخو کې د پراختیا سافټویرونو متخصصینو سره همکاري کول.
  7. د اړتیا په صورت کې د بیلابیلو سافټ ویرونو یو ځای کول.
  8. د دیبګ (Debug) او د اپګرید شته سافټویرونو د ستونځو رفع کول.
  9. کار اخیستونکو لپاره، د تخنیکي لارښوودنو ترتیبول او وړاندې کول.

 

مدیریتي دندې :

 

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  3. مستقیم آمر او واک لرونکو چارواکو ته د اړوندو کړنو او لاسته راوړنو، په اړه میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت راپورونو وړاندې کول.
  4. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د چارواکو له خوا سپارل کېږي.

 

د همغږۍ دندې:

  1. د سپارل شویو چارو مخکې وړلو لپاره، اړوندو نورو څانګو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول.

—————————————————————————————-

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):–

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشته:

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: کمپیوټر ساینس، مالوماتي تکنالوژي او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري مخینه:

  1. لږ تر لږه په دې برخو کې دوه کلنه کاري مخینه ولري: د دیتابس مدیریت، پروګرامنګ، اس کیو آل، د سافټویر پراختیا، د سافټ ویر انجنیري، د اجیل پراختیا میتودلوژي، د PHP, C#, JavaScript د ژبو کوډ، د AngularJS, Vue سیستمونونه او فریم ورک، او SQL او سکرتنگ (Scripting) څخه ټولییزه خبرتیا لرل . او یا هم په یاد بست کې، د موخو او دندو، د واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړوندو مخینو درلودل

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسۍ ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبه.
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل لکه: د پي ایچ پي پروګرامنګ ژبو سره بلدتیا، سي شارپ، جاوا سکرپټ، او سي ایس ایس، د سافټ ویر پراختیا، په ډیزاین کې مهارت اود الګورتم پلي کول، په ډله ایزه توګه د کار ځواک درلودل او د سافټ ویرڅارنه او خوندي ساتل.

 

هڅونې :

  1. معلول نوماندانو ته د دریم او څلورم بستونو لپاره (پنځه) امتیازي نومرې د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي
  2. ښخینه نوماندانو ته (پنځه) امتیازي نومرې د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

_________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود