د سمنګان، غور، بادغیس او کونړونو ولایتونو د ښوونکو او ۵ او ۶ بستونو ډله ییزې ازموینې په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ مشخص شو

د سمنګان، غور، بادغیس او کونړونو ولایتونو د ښوونکو او ۵ او ۶ بستونو غوښتونکو ته اعلامېږي چې دغو بستونو لپاره په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ اوس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ویبپاڼه کې خپور شوی.

په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ له دغه ځایه ترلاسه کړئ: سمنګان، غور، بادغیس او کونړونه

ازموینه کې په شرایطو برابر نوماندان د ټیلیفون له لارې هم پیغام ( SMS ) ترلاسه کوي.

هغه متقاضیان چې د شارت لېست له پروسې شکایت لري، کولای شي د یکشنبې، دوشنبې او سې شنبې په ورځو د ( لړم ۱۸،۱۹ او ۲۰) نیټه په خپلو اړوندو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ریاستونو/ امریتونو کې خپل شکایت ثبت کړي.

د پاتې ولایتونو د شارټ لیست پروسه وروسته اعلانېږي.