د سندونو او سرچینو د سمون او ډیزاین لوی مدیر

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب و معاش سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د سندونو او سرچینو د سمون او ډیزاین لوی مدیر HR-061

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                   د سندونو او سرچینو د سمون او ډیزاین لوی مدیر

بســــت:                           څلورم

وزارت/اداره:                       د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                     کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                     د همکاریو پرمختګ آمریت

راپور ورکول  :                    د همکاریو پرمختګ آمر

راپور اخیستل:

تاریخ نشروختم اعلان:          ۰۴/۰۲/۱۴۰۰ الی ۱۲/۰۲/۱۴۰۰

د دندې موخه  

د( تفاهم لیکونو، قراردادونو، پروتوکولونو ) سندونو ساتل او د انستیتوت د پروګرامونو ښوونیز موادو او سلایدونو سمول، او ډیزاینول.

 
د دندې واکونو او مسولیتونو
تخصصي دندې ۱٫      داخلي او بهرنیو نهادونو سره د ګډې همکارۍ چوکاټ په تعینولو کې فعاله ونډه اخیستل.

۲٫      ټولو داخلي او بهرنيو نهادونو سره د تفاهم لیکونو، قراردادونو، تعهد لیکونو مسودې په چمتو کولو کې مرسته کول.

۳٫      د تفاهم لیکونو، قرارادونو، تعهد لیکونو د بڼې او منځپانګې سمول او ډیزاینول.

۴٫      د ښوونیزې پروسې اسانولو په موخه، د زده کړیز سلایدونو، تایید لیکونو، مننلیکونو، موادو ډیزاینول او سمول.

۵٫      د اړوندو څانګو په همکارۍ سره د تصدیق لیکونو، مننلیکونو بنرونو، بروشورونو، او د انستیتوت اړتیا وړسندونو ډیزاینول.

۶٫      د تفاهم لیکونو، قراردادونو، پروتوکولونو، ښوونیز موادو او نورو اړینو اړتیا وړ سندونو خوندي ساتل.

۷٫      د علمي اړیکو او همکاریو پرمختګ ریاست کارپوهانو او مدیرانو سره فعاله  ونډه اخیستل.

۸٫      د اړینو تفاهم لیکونو، قراردادونو، پروتوکولونو او نورو اړتیا وړ سندونو خوندي ساتلو په موخه ، د منظم دوسیه کولو سیستم رامنځته کول.

 
مدیریتي دندې ۹٫      د ادارې عمومي  پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیبول؛

۱۰٫ د ادارې مشرتابه ته، د خبرتیا ورکولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه  میاشتني، درې میاشتني، کلني، او د اړتیا پر وخت د راپورونو وړاندې کول

۱۱٫ د ادارې موخو، قوانینو او مقرراآتو سره سم، د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو چارواکو له خوا سپارل کېږي.

 
وظایف هماهنگی ۱۲٫ پر وخت د سپارل شویو چارو تر سره کولو په موخه، د  ښوونې او نصاب پرمختګ ریاست او د همکاریو پرمختګ آمریت سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول.  
د ګومارنې شرایط د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون   ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده  
د زده کړې رشتې  

لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري:  عامه اداره،  اقتصاد، ادبیات، ټولنپوهنه، سیاسي علوم، د بشري سرچینو مدیریت، ښوونیز مدیریت، اداره او تجارت، ولسپوهنه، ارواپوهنه، حکومتولي ، کمپیوټر ساینس، ګرافیک او ډیزاین

او په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

 
   
 
کاري مخینه  

له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه  د لیسانس په کچه سند لرونکو ته لږ تر لږه  یو کال اړونده کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده؛

 
 
اړین مهارتونه

أ‌.         هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) برلاسی واوسي او په انګلیسي ژبه د (لیکلو او لوستلو) وړتیا ولري.

ب‌.     د د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت ولري لکه:  Photoshop  and CorelDraw، Premier

 

 
هڅونې أ‌.      د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.

ب‌.  ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.

 

 
نوت نوت: وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛  

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود