د سوداګریزو خد متونو لوی ریاست

 

 

د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورډ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د (یو بست) په شمیر لومړی رتبه بست د وړو  کارکوونکو د ګمارنې لپاره رقابتي اعلان ته سپاري.

 

په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي خپلې درخواستي فورمې په آنلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو  له ویبسایټ څخه د لاندې اړیکې (www.iarcsc.com ) له لارې وړاندې کړي.

 

د درخواست پر مهال د اړوند بست شمیره له لاندې برخې څخه کاپي او د انلاین فورمې په اړونده برخه کې یې درج کړئ.

 

شمیره د بست عنوان د بست شمیره
۱ د سوداګریزو خد متونو لوی ریاست ۰۹۱۷
 

 

د بست ځانګړتیاوې

د بست عنوان:                  د سوداګریزو خد متونو لوی ریاست

بســــت:                             لومړی

د بست شمیر:                    (۱)

وزارت/اداره:                      د صنعت او سوداګرۍ وزارت

اړونده څانګه:                  د سوداګریزو چارو معینیبت

ځای:                                کابل

ته راپور ورکونکي:                 د سوداکریزو چارو معینیت

راپور اخستونکی له :             له تشکیل سره سم تر نفوذ لاندی کارکونکو څخه

د اعلان د نشر او پای نیټه :    ۲۶ /۰۸/۱۳۹۸ تر ۰۶/۰۹/۱۳۹۸

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

د بدلون پروژه:

د بدلون  پروژه د عامه ادارې په اغیزمنتیا، د لمړیتوب لرونکی پرمختايي سییستم په ګډون د افغانستان د ملي پراختیا او سولي د چوکاټ لپآره مستقیمآً ځواب ویونیکې ده همدارنګه  دکارپوهه  ملکي خدمتونو د ادارې جوړولو ،ساتلو او پیاوړتیا  پروژه ده

د بدلون پروژې عمومي موخه  عبارت ده له:  لومړیتوب لرونکو  وزارتونو او ادارو د ظرفیتونو د لوړوالي پیاوړي کولو، په کلیدی بستونو کې د وړتیا په اساس ګمارلو ، د کارکونکو د مدیریت ښه والی او د بشري سرچینو لپاره په غوره ډول دپلان جوړول .

د بدلون پروژه د افغانستان دبیا رغوني لپاره د مرستو  د نغدي صندوق ( (ARTF   او د نړیوالي پراختیا ټولڼی (   (IDA) د نړیوال بانګ د ډلي لخوا تمویلیږی ، او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازیتوب د اداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو لخوا نوموړې پروژه پلې کیږي.

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په اړه

دصنعت او سوداګرۍ وزارت یو پالیسي جوړوونکی وزارت دی ،چې د سوداګرو لپاره اړونده اسانتیاوې رامنځته کوي او همداراز دصادراراتو دډیروالي دصنعت پراختیا په موخه کورنیو تولیداتو ته له خصوصي سکتور سره په نږدې همکارۍ ، فعالیت کوي .

دغه نهاد ،خپلو موخو ته درسیدو لپاره درې اساسي اصول تعریفوي: ۱ دسوداګرۍ دپراختیا لپاره په قوانینو ، پالیسیو او کړنلارو کې بنسټیز اصلاحات  ۲ دافغانستان بدلون ، له وارداتي هیواد څخه په صادراتي هیواد ۳ دصنعت دپراختیا په موخه په صنعتي پارکونو کې ، صنعت کارانو ته دځمکې دویش اسانتیا

ددندې موخه

دسوداګریزوخدمتونودپالیسیو تطبیق او دصادراتو دپراختیا دفعالیتونوپه موخه څارنه او همغږي، دنندارتونونو جوړول او داتشو خدمتونه

دبست تخصصي دندې :

  • په ملي کچه دسوداګریزوخدمتونو او دافغانستان دصادراتو دپالیسیو او ستر اتیژيو څارنه، ترڅو وکولای شو په لنډه موده کې دصادراتو له ډیروالي څخه ډاډترلاسه شي او په اوږد مهال کې دسوداګرۍ دکسر دبیلانس راټیټول
  • له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې ، دصادراتو دپراختیا ریاست ټول فعالیتونه ، دنندارتونونوجوړول ، دسوداګرۍ دخدمتونو د ریاست او د اتشو ترمنڅ همغږي ، دکلني پلان ، کړنلارو او بودجې سره سم ترسره کیږي
  • دڅارنې او ارزونې په موخه دپراختیايي میکانیزمونو تدوین او ترتیبول او دریاستونواونورواړوندو وزارتونوترمنځ دهمغږۍ رامنځته کول
  • دتجارتي خدمتونو دریاست دپراختیایي کړنلارو دجوړولو او تدوین دفعالیتونو او داتشوترمنځ دهمغږۍ له رامنځته کیدو څخه ډاډ ترلاسه کول او دنندارتونونو جوړول
  • دستونزو داوریدو او سوداګریزو خدمتونو دښه چاپیریال درامنځته کیدو په موخه ، له سوداګریزو خونو ، متشبثینو ، صادرکونکو او دباروړونکو شرکتونو سره د جلسو دایرول او دستونزو دحل په موخه یې پایلې دوزارت له مقام سره شریکول
  • داړونده ریا ستونو لخوا دمعلوماتي ډیټابیس له جوړونې ، پراختیا ساتنې او څارنې څخه ، ډاډ ترلاسه کول
  • دافغانستان دصادراتو ، ملي پالیسیو او سوداګریزو خدمتو سره سم ، دسوداګریزو اتشو له فعالیتونو څخه ډاډ منیدل
  • په کور دننه او بهرکې دافغاني محصولاتو لپاره ، دبازارموندنې ، له تبلیغاتي ، ستراتیژۍ ، دهغې له تطبیق ، ترتیب او تدوین څخه څارنه
  • دکورنیو تولیداتو دبازار موندنې په موخه په کور دننه او بهرکې دنندارتونونو له جوړولو څخه څارنه

دبست مدیریتي او اجرائیوی دندې:

  1. دوزارت دستراتیژیکو موخو دلاسته راوړلو لپاره دصنعت او سوداګرۍ وزارت له لیدلوري او داصلاحاتو د ستراتیژۍ سره سم د کلني راپور جوړول
  2. دریاست دکلني پلان پربنسټ دبودجوي اړتیاوو پیژندنه
  3. دوزارت دکلي موخو دپیژندنو په اړه دنویو ګمارل شویو کارکونوکودپوهیدو لپاره دمعلوماتي پروګرامونو ، په لاره اچولو څخه ډاډترلاسه کول
  4. په اړونده کاري چاپیریال کې دافغانستان دملي پراختیا او دسولې دستراتیژۍ دبرنامو او همدارازدفسادپه وړاندې دملي مبارزې دستراتیژییو پلي کول
  5. معلوماتو ته دلاس رسي دقانون پربنسټ ، دولتي ادارو ،مدني ټولنو ، رسنیو او هیوادوالو ته په وخت او کره معلومات وړاندې کول .
  6. رعایت و حصول اطمینان از تطبیق قانون اجراآت اداری، قانون منع آزار و اذیت زنان و اطفال و مقرره طرز سلوک در ساحۀ کاری مربوطه
  7. اړونده موخو ته دلاس رسي لپاره ، له کاري کړنو څخه حساب ورکونه او روڼتیا
  8. دریاست دټیټ ر تبه کارکوونکورهبري او مدیریت او دهغوی داغیزمنو کړنو څخه ډاډمنتیا
  9. دکړنو دښې اغیزمنتیا په موخه دکارکوونکو له کارونو څخه څارنه ، داغیزمنتیا ډیرول ، دزده کړییزو اړتیاوو ټاکنه او دظرفیتونو لوړول
  10. دورکشاپونو ، سیمینارونو ، مشورو او کاري کړنو پرمهال نورو کارکوونکو ته دمهارتونو لیږدول او دهغې پراختیا
  11. دربعوار،کلني کاري راپوروړاندې کول او داړتیا پروخت له نورو فعالیتونو ، پرمختګونو او داړونده ادارو له لاسته راوړنو څخه درهبرۍ خبرول
  12. دنورو هغودندو ترسره کول چې ، دذیصلاح مقاماتو لخوا دموخو ، قوانینو او مقرراتو سره سمې ورته سپارل کیږي

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره لږ تر لږه اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧)) (۸او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

  1. لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: نړیوالې سوداګرۍ، اداره او تجارت ، عامه پالیسۍ ، عامه اداره، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ (Com)،  نړیوالې اړیکي او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي
  2. د بست اړوند کاري تجربه ( مدیریتي، بست پوري اړوند تخصصي تجربه نړیواله سوداګري، بازار موندنه، دسوداګرۍ دتطبیق پالیسي، دصادراتو پراختیا او په بست پورې اړوند ددندې مسولیتونه) دیاد بست لپاره لږ ترلږه څلور کاله د لسانس، درې  کاله د ماستری او دوه  کاله د دوکتورا سند لرونکي لپاره کاري تجربه اړینه ده
  3. د هېواد په رسمي ژبو (پښتو؛ يا دري) او هم په انگلیسی ژبه برلاسى
  4. د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود