د سیاسي ګوندونو ریاست

د ملکي خدمتونو ټاکنې بورد د عدلیه وزارت دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولېږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د سیاسي ګوندونو ریاست ۰۰۱۷

د بست ځانګړنه:

د بست سرلیک :                 د سیاسي ګوندونو ریاست

وزارت/اداره :                       د عدلیه وزارت

بست :                              دویم

د بست شمېر:                    (۱)

د بست ځای:                      کابل

اړونده څانګه:                       د انسجام لوی ریاست

راپور ورکول:                         د انسجام لوی رئيس

راپور اخیستل :                     لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د خبرتیا د پیل او پای نېټه:       ۲۵-۱۰-۱۳۹۸ تر ۰۶-۱۱-۱۳۹۸

 

د دندې موخه: اساسي قانون او د سیاسي ګوندونو قانون سره سم، ، د اساسنامو، مرامنامو، او سیاسي ګوندونو د غړو فورمونه ارزول، او هغوی ته د سیاسي فعالیتونو لپاره د اجازې تر لاسه کولو په موخه د سندونو چمتو کول.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې واکونه او مسولیتونه:

د بست تخصصي دندې:

  1. د روڼتیا په موخه، د سیاسي ګوندونو اساسنامو، د قانون خلاف ټکوتثبیتول، اود قانون حکمونو سره د تضاد سمون او مخنیوي لپاره پلټنه، مطالعه او مدیریت کول.
  2. د هیواد نافده قانون او مقرراتو سره سم، د سیاسي ګوندونو د چارو همغږي کول، څارل او مدیریت کول.
  3. د سیاسي ګوندونو چارو کې د بورد د غړو لا زیاتو فعالیتونو لپاره، د سیاسي ګوندونو بورد د غړو اداره کولو څخه څارنه کول.
  4. د سیاسي ګوندونو غوره پلټنې لپاره، د سیاسي ګوندونو بورد اړونده څانګو د فعالیتونو همغږي کول.
  5. د هیواد سیاسي ګوندونو قانون، د اسلامي سپېڅلي دین بنسټونو او نورو نافذه قوانینو سره سم، د اساسنامو او سیاسي ګوندونو مرامنامو څارل او مدیریت کول.
  6. تر پلټنې وروسته د ډاډ تر لاسه کولو لپاره، د سیاسي ګوندونو د سندونو څرنګوالي په اړه، نظر ورکولو څخه، څارنه او مدیریت کول.

د بست مدیریتي او اجرايوي دندې:

  1. د وزارت استراتېژي موخو تر لاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم، د میاشتني، دري میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول او چمتو کول.
  2. د ستونځو، فعالیتونو انعکاس لپاره او همدارنګه د اړینو لارښودونو ترلاسه کولو په موخه، د اړوند ریاست په غوڼډوکې ګډون کول.
  3. د اړونده ریاست کلني پلان پر بنسټ، د بودیحوي اړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  4. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو برنامو تر سره کول.
  5. مالوماتو ته د لاس رسۍ قانون او اړونده ادارې د پالیسو په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو مشري او وړاندې کول.
  6. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  7. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  8. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  9. د اړونده څانګې فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، مشرتابه ته د خبرورکولو په موخه، میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت راپورنو وړاندې کول.
  10. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې:

  1. د اړوند ادارې د موخو ترلاسه کولو لپاره، اړوندو ادارو سره د همغږۍ رامنځته کول.

 

——————————————————————————————————————————

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشته: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: حقوق او سیاسۍ علوم، شرعیات، (فقه اوقانون) اقتصاد، عامه اداره، عامه پالیسي، دیپلوماسي، ښه حکومتولي، دولتي مدیریت، مدیریت او مشري، سیاست، ټولنیزعلوم، او یا نورو اړوندو برخو کې لکه : د هیواد کورنيو اوبهرنیو ملي ا و نړیوالو موسسو کې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه: اړونده کاري مخینه د ( د سیاسي ګوندونود فعالیتونو اسنادو تنظیمولو چارو ، جمعیتونه او د مالوماتو لارښوود، عریضه لیکوونکي، اساسي قانون او نافذه قانون اویا د یاد بست د موخو، دندو، واکونو، مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده دندو د هیواد دننه او بهر، د ملي او نړیوالو موسسو څخه د ورته مدیریتي او تخصصي مخینو درلودل) لږ تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره یو کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده،

  1. د مدیریتي اویا هم تخصصي برخه کې تر یو کال کم تجربه لرونکي، په یاد بست کې د شارټ لیست وړ نه ګڼل کېږي.
  2. په یادو برخو کې مدیریتي یا تخصصي پنځه کاله.
  3. د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  4. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛
  5. په شرایطو برابر معلول وګړي کولی شي یاد بست لپاره نوم لیکنه وکړي.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود