د سیستمونو د ودې او پراختیا آمر

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د تغییر پروژه سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د سیستمونو د ودې او پراختیا آمر HR-063

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                 د سیستمونو د ودې او پراختیا آمر

بســــت:                           دریم

وزارت/اداره:                  د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                     کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                   د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون / د دارالانشاء لوی ریاست /  د (IT) معلوماتی تکنالوژۍ ریاست/د سیستمونو د ودې او پراختیا آمریت

راپور ورکول  :               د (IT) معلوماتی تکنالوژۍ ریاست

راپور اخیستل:                 د سافټ ویر کارپوه

اندازه معاش:                      اصل معاش بست+ امتیاز پروژۀ تغییر از قدم اول ۶۳،۰۰۰٫۰۰ افغانی الی قدم پنجم ۸۹،۹۴۴ افغانی (مطابق رهنمود پرداخت امتیازات پروژۀ تغییر)

تاریخ نشروختم اعلان:          ۰۴/۰۲/۱۴۰۰ الی ۱۵/۰۲/۱۴۰۰

د تغیر پروژه

د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.

د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي لپاره د کال په يبل کې کلیدي دندې  (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ  سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره  د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک  نوی کېږي.

 

داداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمیسیون:

د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې  -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷-  فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.

 

 

د دندې موخه د نوې تکنالوژۍ څخه په کارولو سره،  اړوندو  ادارو کې د بریښنايي حکومتولۍ چمتو کولو په موخه، د سیستمونو رامنځته کول او پراختیا ورکول.  
د دندې واکونه او مسولیتونه
تخصصي دندې ۱٫ په کمیسیون کې د لا آسانتیاوو چمتوکولو په موخه، اړوندو ادارو سره په همغږۍ ، د اړتیا وړ بریښنايي سیستمونو رامنځته کول؛
۲٫ د کاري پروسو ساده کولو او بریښنايي حکومتولۍ بهیر ته چټکتیا ور کولو په موخه،  د کمیسیون استراتیژۍ او د ریاست پلان سره سم، د نوي پروسیجرونو اوطرحو ترتیبول او پلي کول؛
۳٫ د شته پالیسیو له مخې د ادارې تکنالوژۍ سیستمونو ډیزاین او پراختیا بهیر څخه څارنه او مدیریت کول؛
۴٫  د ادارې تکنالوژي سیستمونو مصئونیت او تخنیکي ستونځو رفع کولو څخه ډاډ تر لاسه کول؛
۵٫ د سیستمونو  فعالیتونو او تخنیکي چارو څخه څارنه کول او د سیستم فعالیتونو او احتمالي ستونځو رفع کولو څخه ډاډ تر لاسه کول؛
۶٫ په منظمه توګه، د Back-up  ارقامو اخیستلو او  په سیستم کې د شامل مالوماتو  امنیت څخه ډاډ ترلاسه کول؛
۷٫ د کمیسیون د ادارو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د شته سیستمونو د Update/ Upgrade پروسو آسانول؛
 
مدیریتي دندې ۸٫ عمومي پلان سره سم د ادارې ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
۹٫ اړوندو کارکوونکو ته د کار په ترڅ کې د ورکشاپونو او سیمینارونو په دایرولو سره د مسلکي مهارتونو لېږدول او پراختیا ورکول؛
۱۰٫  په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د ښوونیزو اړتیاوو تعینولو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول؛
۱۱٫ د اړونده څانکې فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه، د ادارې مشرتابه ته  خبرتیا ورکولو په موخه، میاشتني، درې میاشتني، کلني، او د اړتیا  پر وخت راپورونو وړاندې کول؛ ۱۲٫ د ادارې موخو قوانینو او مقرراتو سره سم، د ټولو اړوندو دندو تر سره کول چې د صلاحیت لرونکو چارواکو له خوا سپارل کیږي؛
 
د همغوۍ دندې ۱۳٫  اړونده برخې سره، د سیستمونو  د پراختیا  فعالیتونو  همغږي کول؛
۱۴٫ د بودیجي او عوایدو لوړولو په برخه کې د مرستې کولو لپاره؛ د سیستمونو پراختیا کې د تخنیکی فعالیتونو  د ډلو تر منځ همغږي رامنځته کول؛
 
د ګمارنې شرطونه د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۸،۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.  
د زده کړې رشتې لږ تر لږه په دې څانګو کې: کمپیوتر ساینس، مالوماتي تکنالوژي، مالوماتي سیستمونه، پروګرام لیکنه د ملي او نړیوالو موسسو څخه د لیسانس په کچه د زده کړې سند ولري او په یادو څانګو کې د لوړې کچې زده کړو لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.  
 
 
کاري تجربه له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه  لږ تر لږه  دوه کاله اړونده کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده.  
 
اړین مهارتونه د هیواد په رسمي ژبو (پښتو یا دري ) انګلیسي  برلاسی و اوسي؛
دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت ولري.
 
د هڅونې موارد د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
ب‌. ښځينه نوماندانو ته (۵) امیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.
 
یادونه  په شرایطو برابر معلول وګړي، په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب و نه ګرځي.  

 

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود