د شبکه آمر

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د تغییر پروژه سیستم سره سم یو ځل بیا اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د شبکه آمر HR-066

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:                 د شبکه آمر

بســــت:                          دریم

وزارت/اداره:                      د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                   کابل

د بست شمېر:                 (۱)

اړونده څانګه:                  ملکي خدمتونو ادارې لوی ریاست

راپور ورکول  :                 د بریښنايي حکومتولي او بشري سرچینو مالوماتي سیستم رئیس

راپور اخیستل:                لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

اندازه معاش:                 اصل معاش بست+ امتیاز پروژۀ تغییر از قدم اول ۶۳،۰۰۰٫۰۰ افغانی الی قدم پنجم ۸۹،۹۴۴ افغانی (مطابق رهنمود پرداخت امتیازات پروژۀ تغییر)

تاریخ نشروختم اعلان:      ۲۰/۰۲/۱۴۰۰ الی ۲۹/۰۲/۱۴۰۰

 

د تغیر پروژه

د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.

د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي لپاره د کال په يبل کې کلیدي دندې  (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ  سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره  د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک  نوی کېږي.

 

داداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمیسیون:

د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې  -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷-  فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.

 

 

د دندې موخه:

ایجاد شبکه ICT، تامین امنیت، عیار سازی و نظارت برخدمات و وسایل ICT در مطابقت با معیار ها و استندرد های پذیرفته شده و نیاز های سیستم معلومات مدیریت منابع بشری و تطبیق حکومت داری الکترونیک

منل شویو معیارونواو سټنډرډونو، د بشري سرچینو مدیریتي سیستم اړتیاوو او د بریښنايي حکومتولۍ پلي کولو سره سم، د  (ICT) امنیت تآمینولو، او د  (ICT) خدماتي وسایلوعیارولو او څارنې شبکې رامنځته کول.

تخصصي دندې:

  1. ملکي خدمتونو ادارو ته د (HRMIS) سیستم په لار اچول.
  2. ملکي خدمتونو ادارو ته، د لاس رسۍ سیستم څخه ملاتړ کول.
  3. د HRMIS خدمتونو لپاره پلان جوړول.د شبکه امنیتي اقداماتو په شمول، Backup و Disaster Recovery
  4. د امنیتي شبکې کړنلارو رامنځته کول او ساتل او د (Accessibility) ، Backup و Disaster Recovery سیستم ته لاس رسۍ لرل، او له پلي کېدو څخه یې ډاډ ترلاسه کول.
  5. د ریاست کاري استقامت په شمول، او د HRMIS و e-Governance خدمتونو وړاندې کولو لپاره، د ځوابورکووني او  خود کاره  نظارت کوونکي تګلارې رامنځته کول.
  6. د اړونده ادارې د (Access Controlled) امن اود HRMIS خدمتونو ته د لاسرسۍ څخه ډاډ ترلاسه کول.
  7. د اړوند سیستم پراختیا او بریښنايي حکومتولۍ کې د HRMIS  تخنیکي برخې څخه ملاتړ کول.
  8. د اړوند ریاست (ICT) وسایلو او تدارکاتو کې همکاري کول.
  9. داړوند ریاست کارکوونکو لپاره د آی ټي خدمتونو په ارایه کولو کې مرسته کول.

مدیریتي دندې:

 

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. د آی سي ټي  HRMIS مالي او خدماتي بودېجې تخمیني پلان جوړول.
  3. د پروګرامونو ترسره کولو او وظیفوي چارو انسجام څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو مدیریت کول.
  4. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د ښوونیزو اړتیاوو تعینولو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  5. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  6. واک لرونکو مقاماتو او مسقیم آمرته، د اړونده څانګې کړنو او لاسته راوړنو څخه، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت د راپورونو وړاندې کول.
  7. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

 

د همغږۍ دندې:

  1. د HRMIS خدمتونو لاس رسۍ لپاره، د ملکي خدمتونو ادارو اړوندو څانګو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول.

————————————————————————————————————————————

 

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون  ۷او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

.

د زده کړې رشته:

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: کمپیوټر ساینس، مالوماتي تکنالوژي او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري مخینه:

  1. لږ تر لږه په یادو برخو کې دوه کاله کاري مخینه ولري: د شبکې مدیریت (Network Administration) او یا د سیستم مدیریت  (System Administration) او یا هم په یاد بست کې، د موخو  دندو، واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده مخینو درلودل

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسۍ ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبه.
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.
  3. د (MCITP/ MCSE) او شبکه (CCNA) په برخو کې تصدیقپاڼه لرونکي مخکښ ګڼل کېږي.

هڅونې :

  1. امتیازي (پنځه) نمرې معلول نوماندانو ته د دریم او څلوم بستونو لپاره، د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي
  2. (پنځه) امتیازي نمرې د ښخینه نوماندانو لپاره د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود