د شپږو حکومتي ادارو د لوړ رتبه بستونو تحریري او تقریري ازموینه ترسره شوه

د ( کرنې او مالدارۍ، اطلاعاتو او فرهنګ او ټولګټو وزارتونو، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون) د لوړ رتبه بستونو لپاره  ۲۵۳ تنو داوطلبانو د کمېسیون د ازموینو په مرکز کې په تحریري او تقریري ازموینه کې ګډون وکړ.

په تحریري او تقریري ازموینو کې لاندې بستونه شامل وو:

  • د غزني ولایت د ټولګټو ریاست؛
  • د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست؛
  • د غزني او فاریاب ولایتونو سکتوري ریاستونه؛
  • د نباتاتو د حفاظې ریاست؛
  • د حیواني صحت او مالدارۍ عمومي ریاست؛
  • د کرنیزې احصاییو ریاست؛
  • د غزني، کندز، جوزجان، فاریاب، هرات، تخار، پروان، پنجشیر، سمنګان او غور ولایتونو د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست؛

او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو د پریکړو د پلي کولو او تدقیق ریاست.

د تخار ولایت د طبیعي پېښو پروړاندې د چمتوالي د ریاست نوماند، فهیم الله ژکفر، تحریري  او تقریري ازموینه شفاف بولي او وايي: « له کمپیوټري ازموینې په بشپړ ډول رضایت لرم، په شفافیت کې یې شک نشته. په پیل کې له تقریري ازموینې لږ وېرېدم، خو له نیکمرغه، د مرکې جریان او فضا چې کمېسیون مساعده کړې، ډیره عالي وه. منتظر پاتې کېږم  چې کمېسیون به مو کله د ازموینې له پایلې خبرکړي.»

ازموینې د کمېسیون د تعییناتو د بورډ د کمېشنرانو او اړوند ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې ترسره شوې.